غزني (پژواک، ٣ غويى ٩٢): د غزني په مقر ولسوالۍ کې د يو ٣٠٣ مسافر وړونکي او ټېلر موټر په ټکر کې يو تن مړ شوى او يوولس نور ټپيان شوي دي.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت وايي، چې تر دې مهاله روغتون ته يو مړى او ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.
ډاکټر همت پژواک اژانس ته وويل، په ټپيانو کې ېوه مېرمن هم شته، خو نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت سم وښود.
د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي وايي، چې پېښه د کابل – کندهار پر لويه لاره سهار نهه بجې د مقر بازار ته نږدې رامنځ ته شوې ده.
نوموړى وايي، چې پېښه د ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر د ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې، چې په اړه يې ترافيکو پلټنې پيل کړې دي.
احمدي زياتوي، ٣٠٣ له کندهاره کابل ته روان و، چې له يو ټېلر موټر سره يې ټکر وکړ.
د کابل -کندهار پر لاره د ٣٠٣ موټر د ټکر پېښې زياتې شوي، شاوخوا يوه مياشت مخکې هم پر همدې لاره د قره باغ په عبدالله ګل کې د ٣٠٣ موټر او ټېلر د ټکر په پايله کې ١٣ مسافر مړه او ٢١ نور ټپيان شوي وو.