غزني (پژواک، ۳ غويى ۹۲) : په غزنی کې د تېلو د ټانکونو لسګونو خاوندانو د ښاروالۍ له لوري د زيات ټکس اخيستلو په غبروګون کې خپل ټانکونه وتړل.
د تېل پلورونکو د اتحاديې مشر حاجي بدرالدين وايي،چې ښاروالي په مياشت کې له هر ټانکره ٧٥٠٠ افغانۍ اخلي ،خو مخکې دوى ٣٥٠٠ افغانۍ ورکولې.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل،چې په دې اړه يې له والي موسي خان اکبرزاده سره ستونزه شريکه کړه،خو سم ځواب يې نه دى تر لاسه کړى .
هغه زياتوي ،دوى به تر هغه خپل ټانکونه وتړي ، تر څو ماليه بېرته را ټيټه نشي.
د تېلو د ټانک يو بل خاوند سيد انور اغا وايي،چې په نورو ولاياتو کې هم پيسې ترې اخيستل کېږي، خو دومره زياتې نه دي،دى د ډيرو پيسو اخيستنه غلا بولي.
د ده په خبره ، په نورو ولايتونو کې له ٥٠٠ تر ٣٠٠٠ افغانيو ماليه ورکوي ،خو په غزني کې چور روان دى ، د ده په وينا، تر هغو به يې خپل ټانک تړلى وي ، تر څو يې پيسې کمې نشي.
د تېلو د ټانکونو د تړل کېدو او ټانکر چلوونکيو دغه ګډ اعتصاب نور موټر چلوونکي له ستونز سره مخ کړي دي.
د ښار يو تن موټر چلوونکى محمد رحيم وايي،چې نن له سهاره ټول ټانکونه تړلي دي او د ښار موټر چلوونکي د تېلو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.
نوموړي پژواک ته وويل،چې که ټانکونه دوه ورځې نور هم تړلي پاتې شي ،نو د موټر چلوونکو او د جنراتورونو د کاروونکو کار به هم و دريږي.
د غزني د سوداګرۍ د خونو رييس عبدالمتين قلندري هم د تېلو د سوداګرو ستونزه او شکايت پر ځاى بولي او زياتوي،چې ښاروالي له حده زياتې پيسې ترې اخلي.
هغه وايي ، چې په دې اړه يې له ښاروالۍ سره خبرې کړي ، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.
اوسمهال په غزني کې شاوخوا شپېته د تېلو ټانکونه او تر سلو زيات د تېل پلورونکو هټۍ شته ،چې خاوندانو يې له نن سهار راهيسې خپل کار درولى دى.