هرات (پژواک ٣ غويى ٩٢): په هرات ښار کې نن غرمه لسګونه خبريالانو پر يوه خبريال د تېرې ورځې د وژونکي بريد په غبرګون کې لاريون وکړ.
پرون ماښام د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو د څانګې پر مشر او د يوې سيمه ييزې رسنۍ خبريال علي اصغر يعقوبي باندې دوو موټرسايکل سپرو بريد وکړ او سخت يې ټپي کړ.
په هرات کې د خبريالانو د ملاتړ ټولنې مشر خليل احمد اميري د هرات له چارواکو د هغوى د خونديتوب غوښتنه وکړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دا په تېر يو کال کې پر خبريالانو د بريد څلورمه پېښه ده، خو تر دې مهاله نه بريد کوونکي موندل شوي او نه د دې ستونزې مخه نيول شوې ده.
د ژوندن تلويزيون خبريال عتيق الله مطمين هم اندېښه لري، چې په هرات کې خبريالان خوندي نه دي او په ډاډه زړه کار نه شي کولى.
هغه له امنيتي ادارو غوښته وکړه، چې د خبريالانو امنيت دې خوندي کړي او مناسب کاري چاپېريال دې ورته برابر کړي.
د لاريون په پاى کې خبريالانو د ولايت له مرستيال اصل دين جامي سره د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې، نوموړي ژمنه وکړه، چې پر خبريالانو بريد کوونکي به پيدا او جزا به ورکوي.
علي اصغر يعقوبي پرون ماښام د وسله والو په بريد کې د سينې په برخه کې ټپي شو او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى، ډاکټران يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ مخکې د اسيا په نوم د سيمه ييز تلويزيون مدير او د تابان تلويزيون کامره مين هم ناڅرګندو کسانو وهلي ډبولى وو.
په هرات کې ١١ سيمه ييز تلويزوني چينلونه، ١٤ سيمه ييزې راډيو ګانې او ٤٠ چاپي رسنۍ فعاليت کوي.