جلال اباد (پژواک، ٣ غويى ٩٢): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د څلورمې ورځې لپاره هم د والي ګل اغا شېرزي پر ضد پراخ لاريون وشو.
په جلال اباد ښار کې سلګونه خلک واټونو ته ووتل او د والي ګل اغا شېرزي پر ضد يې شعارونه ورکول او د هغه د ګوښه کولو غوښتنه يې کوله.
لاريون کوونکو په جلال اباد ښار کې د اعتراض په ډول د ښار پر سړکونو دوره ووهله او د والي پر ضد يې شعارونه ورکول.
د ولايتي شورا غړى او د دغه لاريون يوه سمبالوونکي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې فاسد والي نور نه شي زغملی.
هغه زياته کړه: ((شېرزى بايد حساب ته تيار شي.))
د ده په خبره، د دوی لاريون به تر هغه دوام وکړي، تر څو چې يې والي حساب ته نه وي تيار کړی.
زمرى زياتوي، چې که مرکزي اداره په دې برخه کې جدي اقدام ونه کړي او په لاريون کې ولسي وګړو ته کوم زيان واوړي، نو مسووليت به يې د مرکزي ادارې وي.
دى زياتوي: ((په هېڅ صورت هم موږ نور دا غاصب والي په ننګرهار کې نه منو، دى دې محکمې ته راکش شي.))
لاريون کوونکي وايي، چې دوی به په همدې ډول خپلو لاريونونو ته همداسې دوام ورکړي، تر څو والي له دندې ګوښه شوی نه وي.
د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر قاري ګلاب پژواک ته وويل، نن يې څلورمه ورځ ده، چې د والي پر ضد سوله ييز لاريونونه کوي، خو دى زياتوي که چېرې مرکزي دولت ځان بيا هم چوپ ونيسي، نو دوى به د وسله والې مبارزې لاره خپله کړي.
د ويلو ده، چې په ننګرهار کې دا مبارزه د دوو قوي ډلو، چې د يوې غاړې مشري د ولسي جرګې غړی ظاهر قدير کوي او بل لور د ولسي جرګې بل وکيل فريدون مومند د ننګرهار د والي پلوي کوي، روانه ده.
والي د دغو تورونو د پلټنو لپاره د يوه با صلاحيته پلاوي غوښتنه کړې، خو يو پلاوى پرون جلال اباد ته رسېدلى هم دى.
نن په څلورمه ورځ هم ګل اغا شېرزى د لاريون په اړه غبرګونه ښيي او نه هم له رسنيو سره په دې اړه غږيږي، خو د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي، چې د دوى نظر د تېرې ورځې په شان دى.
وياند زياتوي، چې په ننګرهار کې د روانو لاريونونو په اړه له کابله د ملي امنيت د اپراتيفي مرستيال په مشرۍ يو پلاوى راغلى، چې وضعيت له نږدې وڅاري.
عبدالزي زياته کړه: ((د ننګرهار ولايت مقام د مرکز امر ته په انتظار دي، مرکز چې هر ډول امر وکړي دوى به يې عملي کوي.))
نوموړى زياتوي، په مرکز کې دغه موضوع په ټولو اداراتو کې بحث شوې او يوازې دوى د هغوى امر ته په انتظار دي.