Language

د بلخ له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه بېړنۍ ناسته وشوه

مزارشريف (پژواک ٤ غويى ٩٢): په مزارشريف کې د کرنې وزير په ګډون د وروستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو د ارزونې او له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه بېړنۍ ناسته وشوه.

په وروستيو دوو ورځو کې د تېزو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو د بلخ د مرکز مزارشريف ښار په ګډون د دغه ولايت د درېيو ولسواليو اوسېدونکي زيانمن شوي دي.

ځايي چارواکو نن سهار پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د سېلابونو او ورښتونو له امله ١٥ تنه مړه ، ٦ نادرکه او سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي.

په همدې موخه د غويي په ۴مه د کرنې د وزير محمداصف رحيمي په ګډون د بلخ د تخنيکي سکتور د رييس حاجي ذبيح الله اختري په مشرۍ بېړني ناسته وشوه، چې د ولايتي شورا د وکيلانو سربېره په کې ځينو دولتي مسوولينو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

ذبيح الله اختري په ياده بېړني ناسته کې وويل، چې د مزارشريف ښار په ګډون په کشندې، شولګر او چارکند ولسواليو کې وروستيو سېلابونو د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ سلګونه زره جريبه کرنيزه ځمکه له منځه وړې، پلونه او پلګوټي يې ويجاړ کړي، څاروي له منځه تللي او په ځينو سيمو کې يې ښوونځيو ته هم زيان اوښتى دى.

نوموړي زياته کړه، چې په ټوليزه توګه ۱۵کسان وژل شوي، ۴ ورک دي او له زرو زيات څاروي له منځه تللي دي.

د هغه په وينا، که څه هم دوی کره شمېره لا نه ده ترلاسه کړې، خو په يادو سيمو کې سلګونه کورونه ويجاړ شوي او زرګونه کورنۍ بې ځايه کېدو ته اړې شوې دي.

خو د مزار د دشت شور سيمې يوه قومي مشر خداى بيردي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې سيمه کې د سېلابونو له امله يو ماشوم مړ شوى دى.

د هغه په وينا، ٥٠ کورونه د اوبو تر ګواښ لاندې دي او امنيتي ځواکونو د دغو خلکو د ژغورلو په موخه هلې ځلې پيل کړې دي.

د شولګر ولسوال مولوي سراج الدين عابد په دې ولسوالۍ کې د اتو تنو مړينه او د شپږو نادرکه کېدل تاييد او زياته يې کړه، چې سېلابونو تر زرو زيات کورونه ويجاړ کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې سېلابونو تر ٢٥٠٠ جريبه زياته ځمکه او سلګونه څاروي هم وړي دي.

د شولګر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حکمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې د سېلابونو له امله د ولسوالۍ بازار هم له منځه تللى او يو شمېر ښوونځي د اوبو له امله تړل شوي دي.

د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه بېړنۍ ناسته کې د کرنې د وزير له ګډون څخه د مننې ترڅنګ له دولته د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې په بلخ کې د بېړنيو حالاتو د کنټرول دولتي اداره شته؛ خو دومره وس نه لري، چې له سلو زيانمنو کورنيو سره دې په ورته حالاتو کې لومړنۍ مرستې هم وکړای شي.

د هغه په وينا، افغان دولت په تېرو لسو کلونو کې په دغسې حالاتو کې د افغانانو لومړنۍ اړتياوې هم نه دي پوره کړې.

د ولايتي شورا رييس وويل: ((اوس د دې وخت نه دی، چې په سروې ګانو دې وخت تېر کړو، بايد په بېړنۍ توګه مرستې وشي او سمې مرستې وشي، چې د زيانمنو ستونزې هوارې کړای شي.))

نوموړي زياته کړه: ((ځينو موسسو تر دې دمه سپکې مرستې کړې دي، ترې مننه کوو؛ خو بسنه نه کوي، دولت بايد په خپله د بلخ له سېلاب ځپلو سره جدي مرستې وکړي.))

د هغه په وينا، د مزارشريف ښار په ختيځ او لوېديځو برخو کې هم د سړکونو او ويالو د خرابوالي له امله اوبه پر کورونو ور اوښتې او خلک په کورونو کې ايسار پاتې دي.

د ولايتي شورا رييس وويل، چې د سيمه ييزې ادارې او د شمال زون د امنيتي پوليسو په مرسته يې دغه کورنۍ د بلخ پوهنتون نوې ودانۍ او ځينو نورو سيمو ته لېږدولې، خو دمګړۍ خوراکي توکو ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، چې په لومړي قدم کې بايد ښار بې ځايه شوو کورنيو ته د راتلونکو څلورويشت ساعتونو لپاره د خوړو امکانات برابر کړای شي.

د کرنې وزير محمداصف رحيمي، چې له تېرو دوو ورځو يې د شمال ځينو ولايتونو ته رسمي سفر درلود، تېر ماښام مزارشريف ښار ته ورسېد او نن يې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه په دې بېړنۍ ناسته کې د بلخ ولايت له چارواکو سره برخه اخيستې وه.

نوموړي د دوو ټنو اوړو او يو ټن وريجو د مرستې اعلان وکړ، چې د مزارشريف ښار بې ځايه شوو ته د خوراک امکانات برابر کړای شي.

د هغه په وينا، بلخ له تېرو څو کلونو په پر له پسې توګه د سېلابونو له امله زيانمنيږي، چې بايد د دغه ولايت سيمه ييزه اداره د خپلو ټولو ساحو سروې وکړي او د ستونزې د حل په لټه کې شي.

 د کرنې وزير وويل، چې د سېلاب له امله د اوښتو زيانونو له کنټرول سره سم بايد سيمه ييزه اداره د بلخ ټولې هغه سيمې په ګوته کړي، چې د سېل پر وړاندې استنادي دېوالونو ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، دوی به هڅه وکړي، چې په مرکز کې د اړوند ادارو په مرسته د دغو استنادي دېوالونو د جوړولو لارې چارې ولټوي.

همداراز د کرنې وزير وويل، په هغو سيمو کې چې د کرنيزو ځمکو فصلونه له منځه تللي، د کرنې رياست به له سروې وروسته کروندګرو ته تخمونه او کيمياوي سرې ورکوي، څو هماغه ځمکې بېرته وکري.

Related Topics