Language

زلزلې ١٦ تنه وژلي او تر ١١٠  پورې نور ټپيان دي

جلال اباد (پژواک ٤ غويى ٩٢): چارواکي وايي، چې په ختيځو ولايتونو کې د رامنځته شوې زلزلې له امله ١٦ تنه مړه او نږدې تر ٨٠ پورې نور ټپيان دي.

نن (د غويي ٤مه) له غرمې وروسته په يوه بجه او ٥٥ دقيقو د ريکټر په کچه ٥،٧ درجې زلزلې د هېواد ډېرې برخې ولړزولې.

راپورونه وايي، چې د دې زلزلې مرکز له جلال اباد ښار څخه ٢٥ کيلومتره شمال لور ته د لغمان د مرکز د مهترلام ښار په غرنيزه سيمه کې و، خو ځيني راپورونه وايي، چې د دې زلزلې مرکز په شمال کې د هندوکش غرونه دي.

د ننګرهار د سرې مياشتې رييس ننګيالى يوسفزى وايي، چې د زلزلې له امله تر اوسه په ننګرهار ولايت کې ١٥ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه معلومات ورته په ولسواليو کې د دوى رضاکارانو ورکړي دي.

د يوسفزي په وينا، په لعلپوره کې يو تن، په خېوه، کامه، دره نور او ګوشته ولسواليو کې يو شمېر ښځې او ماشومان مړه او د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې ٦ تنه مړه شوي دي.

خو د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه په ننګرهار ولايت کې د يادې زلزلې له امله ٦ تنه مړه او ٧٥ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دا مرګ ژوبله د ولايت په مرکز جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې رامنځته شوې ده.

د عبدالزي په وينا، چې ګڼ شمېر ټپيان د جلال اباد ملکي روغتون او پاتې نور د کامې او دره نور ولسواليو کلينيکونو ته وړل شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې دوى ته له ننګرهار ولايت څخه د ١٠٥ کسانو د ټپي کېدو  راپور ورکړل شوى دى.

د دغه وزارت له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ٦٧ ټپيان مرکزي روغتون او ٣٨ نور د ولسواليو روغتونونو او کلينيکونو ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون وايي، روغتون ته ٨٠ تنه ور وړل شوي چې ٤٠ يې برسېرن ټپيان وو او له درملنې وروسته رخصت  شول. د نوموړي په وينا، د يو شمېر ټپيانو حالت ښه نه دى.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې زلزلې په بېلابېلو ولسواليو کې لسګونه کورونه نړولي او زيانمن کړي دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د زلزلې له امله يو تن مړ او ٦ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې په ټول ولايت کې نږدې ٥٠٠ کورونه زيانمن شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې زلزلې په دغه ولايت کې ځاني زيان نه دى اړولى، خو په بادپښ ولسوالۍ کې يې يو جومات شهيد او لس کورونه يې نړولي دي.

راپورونه وايي، چې دې زلزلې د پاکستان، هند او کشمېر ډېرې برخې هم لړزولې دي.

تېره اونۍ هم په پاکستان او ايران کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د يادونې ده، چې څو کاله مخکې د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې زلزلې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه او سلګونه کورونه يې نړولي وو.