ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سويډن له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ

سويډن له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ

author avatar
24 Apr 2013 - 16:56
سويډن له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ
author avatar
24 Apr 2013 - 16:56

کابل (پژواک ٤ غويى ٩٢): د سويډن د بهرنيو چارو وزير کارل بېلډټ وايي، چې هېواد به يې له افغانستان سره د بشري حقونو، روغتيا، پوهنې، ډيموکراسۍ او نورو برخو کې د اوږدې مودې لپاره مرستو ته دوام ورکړي.

کارل بېلډټ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين جاوېد لودين سره نن په کابل کې په ګډه خبري ناسته کې د خپل هېواد د مرستو د ډېرېدو خبره وکړه او ويې ويل، چې سويډن خپله ډېره برخه مرستې له افغانستان سره کوي.

کارل بېلډټ وويل، چې هېواد يې د افغانستان د پرمختګ لپاره په خپلو مرستو کې جدي دى او له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزلو ته دوام ورکړي.

ده وويل، تر دې مهاله په افغانستان کې د ٥٠٠ سويډني سرتېرو د پاتې کېدو په اړه چې په شمالي ولايت بلخ کې مېشت دي، د سويډن حکومت کومه پرېکړه نه ده کړې.

خو زياتوي، چې سويډن له افغان لوري او نړيوالو ملګرو سره په خبرو بوخت دى او ښايي ٢٠٠ سرتېري يې د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونه روزلو ته پاتې شي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين وويل، چې له کارل بېلډټ سره يې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې او دواړو لورو وپتېيله چې د هوکړه ليک په چوکاټ کې د دوه اړخيزه اړيکې تنظيم کړي.

د نننۍ خبري ناستې په ګډه اعلاميه کې راغلي، چې راتلونکى کال به د دوه اړخيزو همکاريو پر هوکړه ليک د متقابل احترام، ګډو ګټو او روڼوالي له مخې، دواړه لوري خبرې پيل کړي.

لودين وويل، چې له افغانستان سره د سويډن له خوا په توکيو کنفرانس کې اعلان شوې مرستې به هم د دغه هوکړه ليک برخه وي.

په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې د اړيکو د پراختيا لپاره به افغانستان راتلونکى کال د سويډن په مرکز ستاکهلم کې خپل سفارت پرانيزي.

په اعلاميه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د لا ټينګښت په موخه د افغانانو په مشرۍ د ازادو، عادلانه او سراسري ټاکنو پر اړتيا ټينګار وکړ.

د اعلاميې د معلوماتو له مخې، سويډن تيارى ښودلى چې د افغانستان له دولت، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ د افغانستان په ټاکنو کې د سلا مشورو او څارنې په برخه کې همکاري کوي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال همداراز د بلجيم په مرکز بروکسل کې د افغانستان، امريکا او پاکستان د درې اړخيزې ناستې موخه سولې ته د افغان دولت د وسله والو مخالفينو په هڅو کې د پاکستان عملي ونډه وبلله.

ده وويل، چې افغانستان په تېر کې د پاکستان د هڅو او همکاريو کومه ملموسه پايله نه ده ليدلې.

لودين د افغانستان په سوله کې د پاکستان پر کليدي رول ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د ترهګرۍ له زيان څخه د افغانستان د خلاصېدو او په دغه هېواد کې د دايمي ثبات کيلي له پاکستان سره ده.

هغه هيله څرګنده کړه، چې د بروکسل په درې اړخيزه ناسته کې د پاکستان ژمنې يواځې د خولې خبرې نه وي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.