لښكرګاه (پژواك ٤ غويى ۹۲): په هلمند ولايت كې د چاه انجير ودانيزې دستګاه ته له تېرو نږدې دوو لسيزو راهيسې په خپلمنځي جګړو او په دې وروستيو کې د انګرېزي پوځيانو له خوا خورا زيات زيان اوښتى، ماشينري، وسايل او سامان الات يې ورک او يا هم په نورو هېوادونو کې پلورل شوي دي.
د چاه انجير ساختماني دستګاه ۴۷ كاله مخکې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې جوړه شوې، چې هغه وخت يې د هېواد په كچه ودانيز فعاليتونه لرل .
د چاه انجير د دستګاه رييس معلم شاولي وايي، په تېرو دېرشو کلونو کې دې سترې ودانيزې دستګاه ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، ټوپكسالارانو د خپلواک په وخت کې د دې دستګاه ګڼ شمېر وسايل پرزه کړل او اوسپني يې په پاكستان کې وپلورلې.
نوموړي زياته كړه، په اوسنۍ دوره كې د چاه انجير په ساختماني دستګاه كې انګرېزانو اډه جوړه كړه، چې دوى هم د تاسيساتو په ورانولو او د ماشينرۍ په له منځه وړو كې ستر رول ولوباوه.
د ده په خبره، چې له يوې خوا د انګليسي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړو كې ځيني وسايل او تاسيسات وسوځېدل له بلې خوا انګريز قراراداديانو يې ډېر وسايل غلا كړل.
معلم شاولي زياتوي، چې څلور كاله وړاندې هم په ياده دستګاه كې ۳۷ زره قلمه بېلابېل سامان الات موجود وو چې اوس يې نيمايي هم نه دي پاتې.
رييس زياته كړه، چې د چاه انجير ساختماني دستګاه د هېواد په كچه تر ټولو لويه كمپنۍ وه چې د دولتي تاسيساتو او كانالونو د جوړېدو ترڅنګ يې بېلابېلې ماشينرۍ او د موټرو د ترميم ورکشاپونه لرل .
د ده په وينا، هغه وخت چې دا دستګاه فعاله وه، ۲۶۰۰ كارګران يې لرل، چې اوس يوازې ۶۰ تنه په هلمند، ۱۱ په نيمروز، ۳ په فراه، ۸ په هرات او دو ه د كندهار ولايت په څانګو كې په کې په کار بوخت دي.
شاولي له انګرېزانو د اوښتي زيان، چې د تېرو څو كلونو په لړ كې يې ور اړولى، غوښتنه کوي او له افغان دولت يې وغوښتل، چې د كانالونو او نورو پروژو د وركړې په برخه كې ورسره مرسته وكړي.
هغه زياتوي، د چاه انجير په دستګاه كې له سلګونه ډوله ماشينرۍ څخه اوس مهال يوازې ۳۱ فعال وسايل لري چې په همدي هم كولى شي تر اوسنيو شخصي شركتونو ښه او پر وخت كار وكړي.
د دستګاه د انجينرۍ څانګې مسوول غلام محمد وايي، د چاه انجير دستګاه پخوا په كابل، مزار، بدخشان، هرات، فراه، كندهار او يو شمېر نورو ولايتونو كې پروژې لرلې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، كه چېرې افغان دولت او نړيوال مرسته كوونكو د چاه انجير دستګاه ته پاملرنه كړې واى، اوس به زرګونو كسانو ته د كار زمينه په کې برابره شوې وه.
غلام محمد زياتوي، په دستګاه کې مېشتو انګليسي ځواکونو دستګاه ته ډېر زيان اړولى، چې رغونه يې ميليونونه ډالر لګښت غواړي.
د چاه انجير سيمې يو اوسېدونکى محمد الياس وايي، د کورنيو جګړو تر پيل مخکې په دستګاه کې زرګونو کارګرو کار کاوه او د هېواد په څو ولايتونو کې يې ودانيزې پروژې لرلې.
هغه وايي، د چاه انجير ساختماني دستګاه د هېواد په كچه فعاليت لاره او د د امريكا له خوا نه يوازې وسايل وركړل شوي و، بلكې د كارګرانو له لپاره يې په چاه انجير او لښكرګاه كې ډېر ښكلي او عصري كورونه هم جوړ كړي وو.
الياس زياتوي، چې په خپله د ځينو امريكايانو كورونه هم په ياده دستګاه كې وو، چې له افغانانو سره به يې يو ځاى كار كاوه.
دغه دستګاه په شاوخوا ۱۸۷جريبه ځمكه جوړه شوې، چې د دستګاه ترڅنګ، نور تخنيکي ورکشاپونه، اداري برخه، د مامورينو او کارکوونکو لپاره کورونه، پارکونه او يو باغ يې لرل .