مزارشريف ( پژواک، ٤ غويى ٩٢ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار او درېيو ولسواليو کې له سختو اورښتونو وروسته په راوتلو سيلابونو کې ١٥ تنه مړه شوي او سلګونه کورونه يې نړولي دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديدي د غويي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې له پرله پسې اورښتونو وروسته په بېلا بېلو سيمو کې سيلابونه راغلي دي.
هغه زياته کړه ، چې د مزار شريف د ځينو سيمو ترڅنګ په شولګر، کشنده او چارکند ولسواليو کې سيلابونو ١٥ تنه مړه کړي او ٦ نور لادرکه دي.
نوموړى وايي ، چې په شولګر کې اته، په کشنده کې پنځه او په چارکند کې يو تن مړه شوي ، په کشنده کې ٤ او په شولګر کې دوه تنه لادرکه دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس وويل ،چې په يادو ولسواليو کې تر ١٠٠٠ زيات کورونه د سيلابونو له امه زيانمن او ويجاړ شوي او په مزار شريف کې لسګونه تنه په اوبو کې بند پاتې دي.
حديدوويل، چې سيلابونو د مزار شريف د دشت شور، کمپ سخي او مزار کمپ په سيمو کې لسګونه کورونه له ګواښ سره مخ کړي دي.
د مزار د دشت شور د سيمې يوه قومي مشر خداي بيردي پژواک اژانس ته وويل ،چې په دې سيمه کې هم د سيلابونو له امله يو ماشوم مړ شوى دى.
د هغه په وينا، ٥٠ کورونه د اوبو تر ګواښ لاندې دي او امنيتي ځواکونو ددغو خلکو د ژغورلو په موخه هلې ځلې پيل کړې دي.
د شولګر ولسوال مولوي سراج الدين عابد په دې ولسوالۍ کې د اتو تنو مړينه او د شپږو تنو لاردک کېدل تاييد او زياته يې کړه ، چې سيلابونو تر زرو زيات کورونه ويجاړ کړي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې سيلابونو تر ٢٥٠٠جريبه زياته ځمکه او سلګونه څاروي هم وړي دي.
د شولګر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حکمت الله پژواک ته وويل، چې د سيلابونو له امله د ولسوالۍ بازار هم له منځه تللى او يو شمېر ښوونځي د اوبو له امله تړل شوي دي.