Language

په ننګرهار کې ترافيکي پېښې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جلال اباد (پژواک، ٤ غويى٩٢): د تورخم-جلال اباد پر لويه لار په ترافيکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه نن (د غويي څلورمه) له غرمې مخکې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د بټي کوټ امنيه قوماندان سمونيار هدايت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د باريکاب په سيمه کې کرولا او فرونر موټرو ټکر کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړى او د يوې بلې ښځې په ګډون څلور تنه ټپي شوي دي.

د بټي کوټ د کلينيک امر ډاکټر عبدالفتاح صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټپيانو کې يې د يوې ښځې روغتيايي حالت نازک دى، چې د عامې روغتيا روغتون ته يې لېږدولې ده.

عيني شاهد محمدانور د ترافيکي پېښې لامل د موټرو ګړندى تګ په ګوته کوي او وايي، چې دواړو ډريورانو له بې احتياطۍ څخه کار اخيستى دى.

Related Topics