چاريکار (پژواک، ٤ غويى ٩٢): د پروان په مرکز چاريکارو ښار کې پوليسو د يوې ښځې او ماشوم جسدونه موندلي دي.
د چاريکارو ښار د دويمې امنيتي حوزې امر سمونوال محمداکرم د غويي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه جسدونه چې د څادر په وسيله زندۍ شوي، نن له غرمې وروسته د دغه ښار د بايان سيمې په يوه بڼ کې پيدا شوي دي.
ده زياته کړه، دغه مړي، چې مور او زوى دي، د پروان ملکي روغتون ته يې لېږدولي، خو د پېښې لامل تر اوسه نه دى معلوم.
د هغه په وينا، د پېښې د عاملينو د پيدا کولو په موخه څېړنې پيل شوې دي.
د پروان د عامې روغتيا رييس محمدقسيم سعيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د يوې ښځې او د يو ماشوم جسدونه وروړل شوي دي.
د ده په خبره، دغه جسدونه د لا زياتې څېړنې په موخه د کابل عدلي طب ته لېږدول کېږي.
تېر کال هم د پروان پوليسو د دغه ولايت د مرکز په يوه بڼ کې د يوې ښځې جسد موندلى و.