Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزي او کیاني د کیري په منځګړیتوب خبرې وکړې

کابل ( پژواک ۴ غویی ۹۲ ) ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د پوځ مشر جنرال کیاني سره په بروکسل کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب کې ولیدل او ددواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې د راپیدا شویو جنجالونو پر هوارولو یې خبرې وکړې.

 ددې لیدنې زمینه  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري برابره کړې وه، څو دافغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې ناندرۍ هوارې شي.

 دا لیدنه چې د بلجیم په پلازمینه بروکسل ښار کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې یوه ورځ وروسته وشوه، پکې دافغانستان د ولسمشر ترڅنګ یو شمیر وزیرانو او دپاکستان د پوځ مشر جنرال کیاني ملتیا، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جلیل عباس جیلاني  ملتیا کوله.

تر دې لیدنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو سره په مختصرو کې دا لیدنه ګټه ور او نتیجه ورکوونکې وباله.

 هغه زیاته کړه چې افغانستان د بدلون له یوه مهم پړاو څخه تیریږي او په دې حالاتو کې دا ډول لیدنې ډیرې اړینې وي.

 جان کیري وویل چې ددې غونډې ټولو ګډونوالو موافقه کړې  چې دا ډول لیدنې باید ښې پایلې ولري، خو زیاته یې کړه، چې په دې ډول لیدنو کې پرمختګ د خبري کانفرانسونو له لارې نه بلکې په عملي اقداماتو کیږي.

تر دې لیدنې مخکې ولسمشر حامد کرزي خبریالانو سره د خبرو پر مهال هیله څرګنده کړه، چې له دې ډول لیدنو څخه ښې پایلې ترلاسه شي.

تر دې درې اړخیزې غونډې یوه ورځ مخکې د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن  له پاکستان څخه غوښتي وو، چې دافغانستان دسولې په پروسه کې مثبت رول ترسره کړي.

هغه دا غوښتنه هم کړې وه، چې پاکستان باید پخپله خاوره کې د میشتو وسلوالو سخت دریځو پر ضد کلک اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده چې دافغانستان او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې ډیرې خرابې شوي دي، ددې اړیکو دخرابوالي لامل بر کونړ د پاکستان لخوا بریدونه، د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د پاکستان لخوا ددروازې جوړول ، دکابل دعالمانو په کانفرانس کې د پاکستان نه ګډون او دسولې پروسې سره ددغه هیواد نه همکاري په ګوته شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.