Language

بلخ کې سېلابونو ٢٠ تنه مړه کړي

مزارشريف (پژواک ٥ غويى ٩٢): په بلخ ولايت کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د راوتلو سېلابونو له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلى او تر دې دمه يې نږدې دوه زره کورونه ويجاړ کړي دي.

دغه زيانونه د بلخ د مرکز مزارشريف په ګډون په کشندې، شولګره او چارکنت ولسواليو کې عامو خلکو ته اوښتي دي.

د بلخ ولايت مقام د تخنيکي سکتور مسوول ذبيح الله اختري د غويي په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرو درېيو ورځو په اوږدو کې د راوتلو سېلابونو له امله په شولګره ولسوالۍ کې ۸، په کشندې ولسوالۍ کې ۷، په چارکنت کې ۴ او په مزارشريف ښار کې يو تن مړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې له مزارشريف ښار پرته په يادو درېيو ولسواليو کې ۱۸۰۰ کورونه هم ويجاړ شوي دي.

د هغه په وينا، سېلابونو پر زرګونه جريبه ځمکې کرل شوي فصلونه هم له منځه وړي، چې د کره کچې معلومولو لپاره يې ټيمونه په سيمه کې په کار بوخت دي.

د شولګره ولسوال مولوي سراج الدين عابد پژواک اژانس ته وويل، چې له وړمې شپې راهيسې په شولګره ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د ويجاړ شوو کورونو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د سېلابونو په لومړيو دوو ورځو کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې ۱۰۰۰ کورونه ويجاړ شوي وو، خو له تېرې شپې راهيسې ۳۰۰ نور هم ويجاړ شوي دي.

د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې په اټکليزه توګه د ۵۰۰۰ جريبه ځمکو فصل له منځه تللی دى.

د شولګره د بابه عوض بلوڅ کلي اوسېدونکي عين الله پژواک اژانس ته وويل، چې له وړمې ورځې راهيسې يې سېلابونو د شل جريبه ځمکې فصل له منځه وړی دى.

نوموړي زياته کړه، چې په دې ځمکه کې يې غنم کرلي وو، خو اوس ټول تر اوبو لاندې شوي دي.

د هغه په وينا، په ياد کلي کې د ده په ګډون نږدې ۴۰ کورنۍ بې ځايه شوې، چې له دولت څخه د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.

د بلخ ولايت مقام د تخنيکي سکتور رييس اختري وويل، چې د سېلاب له لومړۍ ورځې نه تر دې دمه يې د بلخ بېلابېلو سېلاب ځپلو سيمو ته اته ټيمونه د معلوماتو راټولولو لپاره استولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د همدغو ټيمونو د معلوماتو پر بنسټ يې ۱۸۰۰ کورنيو ته خوراکي او غير خوراکي توکي برابر کړي او د لېږلو په حال کې دي.

د هغه په وينا، په خوراکي توکو کې وريجې، غنم، غوړي، نخود او بيسکېټ شامل دي او په غير خوراکي توکو کې خېمې، د پخلنځي تجهيزات، کمپلې، د ماشومانو او ښځو جامې، پلاستيکي لوښي او څراغونه شامل دي.

اختري وويل، چې د دغو مرستو له لارې به هرې کورنۍ ته د درېيو مياشتو لپاره خوراکي توکي او د يادو غير خوراکي توکو سيټ ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې همدا راز په دويم پړاو کې هرې زيانمنې کورنۍ ته پنځلس زره افغانۍ هم ورکوي او تابيا لري، چې په درېيم پړاو کې د ويجاړ شوو کرنيزو ځمکو د کره شمېرې له معلومولو وروسته له کروندګرو سره د تخمونو او کيمياوي سرې مرسته هم وکړي.

Related Topics