مزارشريف (پژواک ٥ غويى ٩٢): په شمال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لوى رييس وايي، چې د بلخ د ولايتي شورا د يوه غړي پر ضد ورته د اداري فساد او ځمکو د غصب تر سلو زياتې عريضې شوې دي.
په شمال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لوى رييس شمس الله جاوېد دغه څرګندونې د غويي په ٥ مه، په مزار شريف کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د ولايتي شورا د دغه وکيل په اړه يې د فساد دوسيه جوړه کړې او ډېر ژر به يې څارنوالۍ ته معرفي کړي.
جاوېد که څه هم د ولايتي شورا د دغه وکيل نوم په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه، چې هغه د حيرتان بندر په سيمه کې ځمکې غصب کړې دي.
په شمال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لوى رييس وايي، چې دغه وکيل غصب شوې ځمکې پر نورو خلکو پلوري او په ځينو برخو کې يې شخصي دوکانونه هم پرې جوړ کړي دي.
نوموړى وايي، خلکو په خپلو عريضو کې دغه وکيل تورن کړى، چې نه يواځې دولتي ځمکې، بلکې د خلکو شخصي ځمکې يې هم غصب کړې دي.
خو د بلخ د ولايتي شورا رييس محمدافضل حديد په شمال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د لوى رييس شمس الله جاوېد دغه څرګندونې ردوي او بې اساسه يې ګڼي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د جاوېد ادعاوې ځکه بې بنسټه دي، چې د تورن وکيل نوم يې نه دى په ډاګه کړى.))
حديد زياتوي، چې ولايتي شورا د خلکو استازې اداره ده او دوى هېڅکله د خپل ولس پر ضد فعاليت نه کوي.
د نوموړي په وينا، که چېرې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رياست د تورن وکيل پر ضد شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي، نو ولايتي شورا به ورسره همکاري وکړي.
خو هغه ګواښ وکړ، چې که ثبوتونه وړاندې نه کړي، دوى به يې له قانون سره سم پر ضد اقدامات او د حيثيت د اعادې دعوه وکړي.
په شمال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لوى رييس جاوېد وايي، چې دوى تېر کال په بلخ ولايت کې د اداري فساد، رشوت او له خپلې دندې د ناوړه ګټې اخيستنې ١٠٢ دوسيې جوړې کړې وې، چې ٦٨ يې څارنوالۍ ته معرفي کړې دي.
د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په بلخ ولايت کې ٢٢٢ زره جريبه ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې ده.