Language

د جلال اباد لاريونونه تر يوې اونۍ ودرېدل

جلال اباد (پژواک ٥ غويى٩٢): په ننګرهار کې د والي ګل اغا شېرزي پر ضد لاريونونه د يوې اونۍ لپاره ودرول شول.

دغه پرېکړه نن (د غويي ٥ مه) په جلال اباد ښار کې د يوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان شوه.

په دې خبري غونډه کې د ولسي جرګې وکيلان  او د لاريون کوونکو مشران حاجي ظاهر قدير، پيربخش ګرديوال او د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو ګډون کړى و.

دغه راز په دې خبري غونډه کې د ولسي جرګې بل وکيل فريدون مومند، چې تر پرون پورې د والي ګل اغا شېرزي په ملاتړ ولاړ و او دوه ورځې مخکې يې په قصر کې د والي په ملاتړ د قومي مشرانو غونډه هم جوړه کړې وه، هم برخه اخيستې وه.

له تېرو پنځو ورځو راهيسې په جلال اباد ښار کې سلګونو کسانو د ولسي جرګې د وکيل حاجي ظاهر قدير او يو شمېر نورو وکيلانو په مشرۍ د والي ګل اغا شېرزي پر ضد لاريونونه کول، دوى غوښتنه کوله چې والي په فساد کې لاس لري او بايد نور حساب ورکولو ته تيار شي.

د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدير په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې تر راتلونکې پنجشنبې ورځې پورې يې لاريونونه درولي دي.

د هغه په وينا، يوه اونۍ وروسته به د ننګرهار او ختيځ زون ټول مشران سره راټول شي او د ستونزو د حل په موخه به يوه ګډه غونډه وکړي.

دى وايي: ((ټولې ستونزې به هلته مطرح شي او له هغه وروسته به د ننګرهار د ستونزو په اړه يوه ګډه پرېکړه وشي.))

د قدير په وينا، د ننګرهار يو شمېر مشرانو په دې موخه چې د لاريونونو له امله په ننګرهار کې امنيتي حالات خراب نه شي، په ګډه ناسته کې پرېکړه وکړه، چې لاريونونه دې بند شي.

د ولسي جرګې غړي فريدون مومند هم ورته خبره کوي او وايي، له دې امله چې په ننګرهار کې له لاريونونو څخه نورې استفادې ونه شي او يا هم کومه امنيتي ستونزه رامنځته نه شي، ځکه يې لاريونونه ودرول او راتلونکې پنجشنبې ورځ يې د مشورې لپاره ټاکلې ده.

د سياسي چارو شنونکى او د ننګرهار پوهنتون پخوانى استاد محمدانور سلطاني وايي، چې د ننګرهار ولس د دوو ډلو له لوري يرغمل شوى دى، له يوې خوا يې يوه ډله کشوي او له بله خوا يې بله ډله.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ننګرهار د خلکو له پاکو احساساتو ګټه اخلي او تل کوښښ کوي چې استعمال يې کړي.))

د سلطاني په وينا، په ننګرهار کې د دواړو ډلو څښتنان هېڅ وخت د ننګرهار د خلکو استازولي نه شي کولى، ځکه دوى ټول په شخصي ګټو سره وران شوي دي.

ده زياته کړه: ((زما په فکر ښايي يو ځل بيا به دوى په خپلو کې معامله وکړي، سره به جوړ شي.))

هغه پر مرکزي دولت غږ کوي، چې په دې موضوع کې دې جدي اقدامات وکړي، نه دا چې د ولس مشورو ته يې پرېږدي.

Related Topics