Language

زلزلې د ختيځو ولايتونو ١٥٨ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

 جلال اباد (پژواک ٥ غويى ٩٢): په ختيځ کې چارواکي وايي، چې پرونۍ زلزلې ١٥٨ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پرون (د غويي ٤مه) له غرمې وروسته په يوه بجه او ٥٥ دقيقو د ريکټر په کچه ٥،٧ درجې زلزلې د هېواد ډېرې برخې ولړزولې.

راپورونه وايي، چې د دې زلزلې مرکز له جلال اباد ښار څخه ٢٥ کيلومتره شمال لور ته د لغمان د مرکز د مهترلام ښار په غرنيزه سيمه کې و، خو ځينې راپورونه وايي، چې د دې زلزلې مرکز په شمال کې د هندوکش غرونه و.

د ننګرهار د سرې مياشتې رييس ننګيالى يوسفزى وايي، چې د زلزلې له امله تر اوسه په ننګرهار ولايت کې ١٥ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه معلومات ورته په ولسواليو کې د دوى رضاکارانو ورکړي دي.

نوموړى وايي، چې نن يې له زلزلې ځپلو سره د مرستې په موخه بېړنۍ غونډه کړې او ډېر ژر به له ټولو ځپل شوو کورنيو سره مرسته وکړي.

يوسفزى وايي: ((په ټولو هېوادوالو غږ کوم، چې له موږ سره هر څه شته، هېڅ تکليف به زلزله ځپلو ته نور نه رسېږي او ډېر ژر به يې ستونزې ور حل کړو.))

د ده په خبره، چې زلزلې د ننګرهار په دوو ولسواليو بټي کوټ او دره نور کې ځاني زيانونه ډېر اړولي ، په بټي کوټ کې درې او په دره نور کې دوه تنه مړه شوي دي.

يوسفزى زياتوي، چې سلګونه کورونه هم په ننګرهار کې ويجاړ شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه مرکزي روغتون ته ٨٠ تنه، چې د دوو ماشومانو مړي هم په کې و، ور وړل شوي دي.

دى وايي: ((٢٨ تنه يې اوس هم بيستر دي او نور سطحي و، رخصت شوي دي.))

د ډاکټر زهير په وينا، د ولسواليو کلسترونو ته هم يو شمېر ټپيان ور وړل شوي، د کامې کلستر ته ٣١ ټپيان ور وړل شوي، چې يوه يې ژوند له لاسه ور کړى دى.

د ده په خبره، چې د غني خېلو ولسوالۍ ته دوه تنه، لعلپورې، خېوې، بټي کوټ او ګوشتې ولسواليو ته يو يو ټپي ور وړل شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې په زلزله کې لسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ١١٠ نور ټپيان شوي دي.

نوموړى زياتوي، چې مړه د سره رود، بټي کوټ، کامې، ګوشتې، چپرهار، دره نور، شېرزادو، لعلپورې او بهسودو ولسوالۍ اسېدونکي وو او د ټپي کېدو نورې پېښې په يو شمېر نورو ولسواليواو جلال اباد ښار کې رامنځته شوې دي.

عبدالزى وايي: ((له هر ټپي سره د ننګرهار د والي له لوري ٥٠٠٠ افغانۍ مرسته وشوه.))

د هغه په وينا، ډېر ژر به مرستندويې ادارې له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې پيل کړي.

نوموړى وايي، چې په ننګرهار کې زلزلې سلګونه کورونه نړولي او سلګونه څاروي يې هم له منځه وړي دي.

همداراز د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د زلزلې له امله يو تن مړ او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې په ټول ولايت کې نږدې ٥٠٠ کورونه زيانمن شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې زلزلې په دغه ولايت کې ځاني زيان نه دى اړولى، خو په بادپښ ولسوالۍ کې يې يو جومات شهيد او لس کورونه يې نړولي دي.

راپورونه وايي، چې دې زلزلې د پاکستان، هند او کشمېر ډېرې برخې هم لړزولې دي.

تېره اونۍ هم په پاکستان او ايران کې زلزلې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د يادونې ده، چې څو کاله مخکې د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې زلزلې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه او سلګونه کورونه يې نړولي وو.

 

Related Topics