Language

په غزني ښار کې پر پوليس بريد کوونکى ووژل شو

غزني (پژواک ٥ غويى ٩٢): په غزني ښار کې د جهان ملکې د نجونو ښوونځي يو ساتونکى د يوه وسله موټرسايکل سپاره له لوري پر ډزو ووژل شو، خو بريد کوونکى هم له ښاره د تېښتې پر مهال د پوليسو له خوا وژل شوى دى.

امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي، چې بريد کوونکي د بې غږه تومانچې په وسيله دغه پوليس وژلى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې له پېښې سمدستي وروسته پوليسو بريد کوونکى تعقيب کړ او د ښار په لوېديځه څنډه د بزازۍ په ساحه کې يې وواژه.

په غزني ښار کې د نجونو تر ټولو لويه دغه لېسه (جهان ملکه) د شامير په سيمه کې ده، چې دوه کاله مخکې يې شاوخوا اويا نجونې هم مسمومې شوې وې.

د شامير سيمې اوسېدونکى او د پېښې عيني شاهد خليل الله وايي، چې يو موټرسايکل سپور په ډېرې تېزۍ راغى او د لېسې له دروازې سره ولاړ پوليس يې وويشت.

هغه زياتوي، د تومانچې ډز چا نه دى اورېدلى، خو کله چې پوليس چيغه وکړه ،نو د خلکو ورته پام شو او بريد کوونکى وتښتېد.

په دې وروستيو کې د غزني ښار پر پوليسو د وسله والو له لوري غلچکي بريدونو خلکو او امنيتي ادارو ته اندېښنې پيدا کړې دي.

Related Topics