هرات ښار (پژواک، ٥ غويى ٩٢): د هرات امنيتي مسوولين وايي چې د چشت شريف ولسوالۍ په وسله واله نښته کې يو پوليس او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر يوه مسوول سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د غويي پنځمه) سهار وسله والو طالبانو د چشت شريف پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
ده زياته کړه، له دوه ساعته نښتې وروسته وسله وال طالبان په شا وتمبول شول، درې تنه يې ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو پوليس هم وژل شوى دى.
د چشت شريف ښار يوه اوسېدونکي سيدانور چشتي بيا وايي، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په دې پېښه کې وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ورته نه وه معلومه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې په چشت شريف ولسوالۍ کې د يوه بريد په ترڅ کې يې درې سيمه ييز پوليس وژلي دي.
چشت شريف د هرات ختيځ لور ته په ۱۶۵ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د سلما بند هم په کې ودانېږي.