لښکرګاه (پژواک ٥ غويى٩٢): چارواکي وايي، د افغان ځواکونو مسلکي روزنې او تجهيز ګاونډيان په وېره کې اچولي دي.
په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي ملا شېرمحمد اخندزاده د سرحدي پوليسو د فراغت په مراسمو کې وويل، چې افغان ځواکونه ښه او مسلکي روزل شوي دي.
هغه په ځانګړې مرکه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته افغان ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د هېواد د پولو او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه وکړي.
نوموړى زياتوي، اوس د افغان ځواکونو روزنې ته د نړيوالو پاملرنه زياته شوې، چې هم يې د دوى په پياوړتيا اغېز کړى او هم امنيت تر پخوا ښه شوى دى.
د ده په خبره، د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان د تمې خلاف افغان امنيتي ځواکونه ښه روزل شوي او له دې کار سره د هغوى اندېښنې زياتې شوې دي.
نن د هلمند د شپږم سرحدي زون په قوماندانۍ کې د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون ٣٢ سرتېرې له يوې مياشتنۍ روزنې وروسته د پوليسو قطعاتو ته ولېږل شول.
په هلمندکې د پوليسو د شپږم سرحدي زون قوماندان سمونوال سلطان محمود محمود وايي، دغو سرتېرو ته يې په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړې ده.
هغه زياتوي، له ايران او پاکستان سره د ٦٣١ کيلومتره ګډې پولې ته په پام سره زموږ پوليس کم دي، خو زياتوي، چې په راتلونکي کې به د سرحدي پوليسو نوى روزل شوى او سمبال کنډک په سيمه کې دنده پيل کړي.
نوموړى وايي، چې د مسلک په برخه کې يې د پوليسو ستونزې هوارې شوې خو د تجهيز او تاسيساتو په برخه کې لا ستونزې لري.
د ده په خبره، په سرحدي سيمو کې پوليس په خېمو کې ژوندکوي، د څښاک اوبه نه لري، وسايط هم په هغه اندازه نه دي چې اړتيا يې ليدل کېږي.
په شپږم سرحدي زون کې يو امريکايى سلاکار AgAARD) ) وويل، هغه ٣٢ سرحدي پوليس چې د چټک غبرګون د قطعې لپاره يې روزلي، کولى شي د پخوا په پرتله په کم لګښت فعاليت وکړي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، نړيواله ټولنه ژمنه کوي، چې د افغان سرتېرو په ځانګړي ډول د سرحدي پوليسو په روزلو او تجهيز کې به د هغوى تر معياري کولو پورې مرسته کوي.