چاريکار( پژواک ٦ غويى ٩٢ ) : په کاپيسا ولايت کې د تندر پرېوتو له امله ديوې کورنۍ يو تن مړ او ١١ نور ژوبل شوي دي.
دا پېښه تېره شپه د کاپيسا ولايت ددويمې حصې ولسوالۍ د کشکتان په کلي کې رامنځته شوې ده.
د کاپيسا ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس انجنير احمد جاوېد ملکيار د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ياد کلي پر يوه کور د تندر پرېوتو له امله يو تن مړ او ١١ نور ژوبل شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې په دې پېښه کې يوه ١٧کلنه نجلۍ مړه شوې ، دوه ماشومان او نور لويان ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي ، چې ټپيان د ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوي او دهغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
ديادې ولسوالۍ يو تن قومي مشر شېربادشاه پژواک اژانس ته وويل ، چې تندر دشپې په يوه بجه ددغه کور پر چت د تلوېزيون پر اتن لګېدلى او بيا ورسره کور اور اخيستى دى.
د هغه په وينا، په پېښه کې ديادې مرګ ژوبلې ترڅنګ دوه کورونه هم زيانمن شوي دي.
انجنير احمد جاوېد ملکيار وايي چې له يادې کورنۍ سره يې لومړنۍ مرستې کړې دي.
تېر کال هم د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې د تندر پرېوتو له امله يو کور سوځېدلى و، خو ځاني زيان يې نه درلود .