Language

د کندهار د ترافيکي پېښې د مړو شمېر ٤٥ تنو ته ورسېده

کندهار _ لښکرګاه ( پژواک  ٦ غويى ٩٢ ) : د کندهار – هلمند پر لويه لاره ديوې ترافيکي پېښې له امله د مړو شويو کسانو شمېر٤٥ تنو ته ورسېده.

د هلمند دترانسپورټ رييس عبدالغفور توخي د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د صدابهار افغان شرکت اړونده يو  ٣٠٣ موټر نن سهار وخته له لښکرګاه څخه د کابل پر لوري روان شوى و.

هغه زياته کړه ، چې دا موټر د کندهار د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يوه ټېلر موټر سره ، چې د سړک پر غاړه ولاړ و، جنګېدلى دى.

نوموړى وايي ، چې په دې پېښه کې د ټېلر موټر يو شمېر سپرليو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل ، چې دا پېښه د ميوند ولسوالۍ د خاک چوپان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ٣٠٣ موټر ٤٥  تنه سپرلي مړه شوې  او لس نور ټپيان دي،  چې ټپيان د پوليسو په موټرو کې د کندهار ميرويس روغتون ته رسول شوي دي.

فيصل وايي چې له ټکر وروسته دواړو موټرونو اور اخستى او په پايله کې يې د پېښې ډېرى قربانيان په بشپړه توګه سوځېدلي او پېژندنه يې ګرانه شوې ده.

 

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک اژانس ته وويل ، چې روغتون ته اته ټپيان راوړل شوي، خو دهغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه ونه ويل.

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې د څرنګوالي او څېړنو په موخه يې سيمې ته يو پلاوى لېږلى دى.

د يادونې  ده ، چې تر دې مخکې هم پر لويو  لارو  د ٣٠٣ موټرو ډېرې ترافيکي پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې  سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خلک وايي ، چې ددې موټرو چلوونکي د نشې په حالت کې موټر چلوي ، چې له امله يې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي .

Related Topics