کابل ( پژواک ٦ غويى ٩٢ ) : پاکستان وايي، چې له افغانستان سره خپلو اړيکو ته اهميت ورکوي ، د لېږد پر مهال او تر دې پروسې وروسته به هم خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.
په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني نن د قزاقستان په پلازمېنه الماتا کې د اسيا زړه کنفرانس ته کړې دي.
د استانبول د پروسې په تعقيب دغه کنفرانس نن د افغانستان او قزاقستان د بهرنيو چارو وزيرانو په مشرۍ د قزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظربايوف په پرانېستونکې وينا پيل شو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني دغه کنفرانس په وينا کې ويلي ، چې هېواد يې په دوامداره توګه له افغانستان سره خپلو دوړه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريو ته اهميت ورکوي او په دې برخه کې نورې هڅې کوي.
هغه زياته کړه : (( با ثباته افغانستان نه يواځې د ټولې سيمې لپاره ګټور دى، بلکې دا د پاکستان د ملي ګټو لپاره هم مهم دى.))
د جيلاني په وينا، پاکستان په افغانستان کې د لېږد او بدلون پر مهال او تر دې وروسته خپلو مرستو او همکاريو ته ژمن دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP