Language

په هرات کې د پښتو کلنۍ مشاعره وشوه

هرات ښار ( پژواک ۶ غویی ۹۲ ) : د لومړی ځل لپاره هرات ښار کې د مدني ټولنو په نوښت د لودیځ زون د شاعرانو مشاعره وشوه.

  دغه مشاعره  د درې سوه ادیبانو په حضور  د غویی په ۶مه،  له غرمې وروسته  د غازي شاه اماالله خان غازي په تالارکې پیل شوه او ترمازیګره یې دوام وکړ ږ

 ګډونوال یې په هرات بادغیس، فراه او د هلمند په ځينو شاعرانو سربیره له کابل څخه هم ځینې وتلی قلموال او شاعران  وو.

د هرات د والي ویاند محی الدین نوری دغه مشاعره په خپل ډول کې د زون ولایاتو په کچه لومړۍ پلا وبلله  او زیاته یې کړه ، ولایتي اداره  یی  د پښتو ادب د پرمختګ لپاره وړ پلانونه لاس لاندې نیولی  چه په تطبیق سره به یې د شعرو ادب اړخ ښه بډای او د کلنیو مشاعرو په دوام به هرکال ورته مشاعرو ته زمینه برابره کړي.

د مشاعرې مشر میلمه د افغانستان  د سیمه یزه څیړنو د ادارې مشر او شاعر عبدالغفور لیوال و، هغه   په خپل نوبت یې د شعر ترڅنګ خبرې هم وکړې او ویې ویل چې هرات کې په دومره لوی شمیره د ادب مینه وال او شاعران سره راټول شوي، دافغانستان لپاره یوه ښه خبر او د دې څرګندوی دی  چې هیوادوالو اوس د ټوپک په ځای د قلم فرهنګ خپل کړی دی.

لیوال زیاته کړه اوس د دې وخت رارسیدلی چې د دیموکراسۍ د بیان ازادۍ له اصله په ګټه اخیستنې خلک خپل  وړاندیزونه نیوکې او غوښتنې په هرممکنه وسیله چې  کیدی شي ترچارواکو ورسوي.

دغه راز له کابل څخه بل راغلی میلمه منقادالرحمن رودوال  دافغان کلتوري ټولنې پیغام د مشاعرې ګډونوالو ته واوراوه.

که څه هم د هرات د پښتنو شاعرانو دغه مشاعره دولتي تالار کې جوړه شوې وه  خو فضا یې ازاده وه   شاعرانو دمینې او حماسې شعرونو ترڅنګ  په سختو ټکیو له اداری فساد، د سولې جریان کې د حکومت په ټګمارۍ او ورته نورو  توندو کلیماتو  په حکومتی چارواکو نیوکې وکړلې.