کابل (پژواک٧غويى٩٢): شنونکي وايي، د غويي د ٧مې کودتا له ناخوالو او د مجاهدينو تر برياليتوب وروسته له شوو تېروتنو بايد افغانان عبرت واخلي او د هېواد د ابادۍ او د خلکو د يووالي لپاره کار وکړي.
د خلق ديموکراتيک ګوند د پخواني شوروي په ملاتړ د ١٣٥٧ کال د غويي په اومه، د کودتا له لارې د سردار محمد داوود حکومت ړنګ کړ او واک ته ورسېد.
دغه کار د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان باندې د شوروي پوځ تېري ته لاره هواره کړه.
افغانانو د خلقي رژيم او شوروي پوځيانو پر وړاندې مقاومت پيل او تر هغه يې دوام ورکړ، چې د ١٣٦٧ کال د سلواغې په ٢٦مه شورويان له افغانستانه ووتل او مجاهدين د ١٣٧١ د غويي په اتمه واک ته ورسېدل.
سياسي کارپوه احمد سعيدي د ثور اومه د افغانستان د بدبختيو پيلامه او د غويي اتمه د دغو بدبختيو د دوام ورځې بولي او وايي، چې دواړه ورځې د روانو ناخوالو لامل شوې دي.
سعيدي زياتوي: “د ثور اومه د افغانستان د تاريخ شرموونکې پېښه ده او عاملين يې بايد خجالت وباسي او له خلکو بښنه وغواړي.”
خو دى وايي، لا هم داسې کسان شته چې دا ټولې ناخوالې له پامه غورځوي او د خپلو ګټو په خاطر له “جنايتکارانو” ملاتړ کوي.
سعيدي وايي، خلکو ته په کار ده چې نور د هېواد د بدبختيو د عاملينو ملاتړ پرېږدي.
ده زياته کړه: “دواړه تورې ورځې دي، د افغانستان خلک بايد عبرت واخلي، نور د دروغجنو، ظالمو او له خدايه نه وېريدونکو مشرانو او چارواکو شا ته ونه درېږي چې له اسلام سره لوبې کوي.”
بل سياسي کارپوه محمدحسن حقيار که څه هم وايي، چې د ثور د اومې کودتا د افغانانو لپاره بدبختي و زېږوله او د غويي له اتمې وروسته هم نه جبرانېدونکي تېروتنې وشوې، خو نور بايد تېر په هېر شي او د نوي سوکاله راتلونکي لپاره هڅې وشي.
د هغه په اند هم د خلق او پرچم ګوندونو ډېر شمېر غړي خپلې تېروتنې مني او هم د مجاهدينو مشران په دې پوه شوي چې د دوى له جهاد څخه نورو ګټه پورته کړه.
د حقيار په خبره، د هېواد د ابادۍ لپاره بايد ټول افغانان سره لاس يو کړي او نور د تېرو کړنو په تړاو يو د بل ملامتول چې کومه ګټه ترې لاسته نه راځي، پرېږدي.
ده زياته کړه: “بايد د ثور له اومې د يوه بد تاريخ په توګه عبرت واخيستل شي او نور دې افغانان دا هېر کړي چې د ثور کودتا چا وکړه، عاملين يې څوک وو، نتيجه يې څه شوه؟ نور بايد دا خبرې چې دا خلقى دى، دا پرچمى دى او دا اخوانى دى، هېرې شي او په کار ده چې د نوي وحدت او فکر او د افغانستان د جوړېدو لپاره په نوي اجنډا کار وکړو.”
ليکوال او د سياسي چارو شنونکى حبيب الله رفيع هم د غويي اومه او اتمه د هېواد په تاريخ کې د بدبختيو د پيل او دوام ورځې بولي.
دى وايي، چې د افغانستان د بدبختيو عاملين لا هم په واک کې دي او د خپلو ګټو لپاره غواړي ناخوالې دوام ومومي.
رفيع وايي، افغانانو د هېواد د ازادۍ لپاره درنه بيه ورکړه ځکه چې په ميليونونو شهيدان او ټپيان شول، خو لا هم د خپلو سرښندنو ارمان ته چې هوساينه او په عدالت کې ژوند کول دي، نه دي رسېدلي.
دى د ناخوالو عاملينو ته سزا غواړي او وايي، چې افغانان بايد د راتلونکي د جوړولو لپاره نور د هغو کسانو ملاتړ پرېږدي، چې په هېواد کې د ناخوالو لامل شوي دي.