جلال اباد (پژواک ٧ غويى ٩٢): د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي سياسي ګوند د جګړې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې نور دې له وسله وال فعاليت څخه لاس واخلي او د سولې لار دې غوره کړي.
دغه څرګندونې په ننګرهار کې د حزب اسلامي د دفتر مشر عبدالعلي هدايت د غويي په اومه نېټه، په هغې غونډه کې وکړې چې د ثور د اومې ورځې د کودتا د غندنې په موخه جوړه شوې وه.
د ١٣٥٧ لمريز کال د ثور په اومه نېټه د افغانستان د پوځ کمونست پلوه خلقي منصبدارانو د هغه مهال پر ولسمشر سردار داوود خان کودتا وکړه، هغه يې د کورنۍ له څو غړو سره وواژه او د کودتا په پايله کې نورمحمد ترکى واکمن شو.
د دې ورځې د غندې په غونډه کې د حزب اسلامي د ننګرهار د دفتر مشر د جګړې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوي، چې له دې وروسته دې په هېواد کې د سولې لاره غوره کړي، څو په هېواد کې د خبرو اترو له لارې يو واحد دولت رامنځته او اوسنيو ستونزو ته د پاى ټکى کېښودل شي.
هدايت زياته کړه: ((موږ په يوې جنګي ډلې پورې اړه نه لرو او د سولې غوښتنه هم له ټولو کوو.))
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي فضل الله د کمونستي رژيمونو د ظلمونو يادونه وکړه، چې پر افغان مظلوم ولس يې کړي وو.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى انجنير غفار هم ورته خبره کوي او وايي، چې په راتلونکي کې دوى هېڅ کومه داسې اندېښنه نه لري چې له مخې يې په هېواد کې ګډوډي رامنځته شي.
دى زياتوي، چې ولسونه او سياسي حزبونه بايد له دولت سره همغږي شي او همکاري ورسره وکړي، تر څو هېواد يو ځل بيا د تېر په څېر بحراني حالت ته ونه وځي.
انجينر غفار زياتوي: ((راځئ يو موټي شو، نور د جنګ ټغر ټول او په هېواد کې د امن لپاره کار وکړو.))