Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

داستانبول پروسې ګډونوالو افغانستان سره په مهم پړاو کې د همکاریو اعلان وکړ

کابل (پژواک٧ غویی ۹۲ ) : د استانبول پروسې اړونده هیوادونو پخپله درییمه غونډه کې په مهم پړاو کې د سیمې اقتصادي او سیاسي پرمختګ کې د افغانستان ګډولو سره د خپلو همکاریو اعلان وکړ.

د استانبول د پروسې په تعقيب دغه کنفرانس دغویي په ۶مه،  د قزاقستان په پلازمینه الماتا کې د افغانستان او قزاقستان د بهرنيو چارو وزيرانو په مشرۍ د قزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظربايوف په پرانېستونکې وينا پيل شو.

د افغانستان په اړه د استانبول پروسه د ٢٠١١ زېږديز کال په نومبر مياشت کې د استانبول له نړيوال کنفرانس وروسته پيل شوې ده او دا یې دوزیرانو په کچه درییمه غونډه وه.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې غونډې په پای کې یوه پریکړه لیک خپره شوې چې پکې د غونډې ګډوالو افغانستان سره په سیاسي  او اقتصادي برخه کې د مرستو او همکاریو ژمنې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې : (( دالماتا کانفرانس ګډونوالو له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په یادو برخو کې د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.))

په خبرباڼه ې راغلي دي چې په دې کانفرانس کې د ۱۶ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو  او د ۱۱ نړیوالو سازمانونو په ګډون ۵۰ هیيتونو برخه اخیستنې وه.

د سرچینې  د معلوماتو له مخې ګډونوالو په افغانستان کې د سیمییزې همکارۍ په برخه کې  د متقابلې همکارۍ او د ملګرتیا د اصولو سره سم د ګډو ګټو لپاره د همکاریو په اړه خپلې ژمنې تکرار کړې.

په  دې کانفرانس کې پریکړه کړه، چې داستانبول د پروسې د وزیرانو د کچې څلورمه غونډه به په ۲۰۱۴ کال کې په چین کې جوړه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.