Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایساف په غورځیدلې چورلکه کې څلور بهرني سرتیري وژل شوي

 کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د ايساف په غورځیدلې چورلکه کې ددغو ځواکونو څلور سرتیري وژل شوي دي.

په کابل کې دایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا دغویي په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي دا چورلکه یې نن دافغانستان په سویل کې غورځیدلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پيښه کې یې څلور سرتیري وژل شوي، خو دهغوی هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

ایساف ویلي چې دپيښې په سیمه کې د مخالفینو فعالیت نه سترګو کیده، خو په اړه یې پلتڼې پیل کړې دي.

تر دې مخکې د شاجوى ولسوال محمدصديق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چورلکه نن تر غرمې وروسته د ولسوالۍ په باغګي سيمه کې غورځېدلې ده.

هغه زياته کړه، چورلکه د هوا د خرابوالي او يا هم د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې او مخالفينو په کې لاس نه درلود.

د زابل امنيه قوماندان سمونوال روغ لېوني هم د چورلکې غورځېدل تاييد کړل، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته ومنله، چې په سوېل کې يې يوه چورلکه غورځېدلې د ه.

سرچينې زياته کړه، ځواکونو يې سيمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي،

ايساف وايي، په دې اړه به نور جزئيات وروسته په ډاګه شي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې وه  او طالبانو يې ١١ تنه عمله، چې ٨ يې ترکي انجنيران دي، تښتولي او تراوسه يې برخليک نامعلوم دى.

دغه راز تېره اونۍ په کندهار ولايت کې د سخت طوفان له امله د ايساف ٥٠ چورلکې ويجاړې شوې دي، خو ځاني زيان يې نه دى اړولى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.