Language

د خښتو د بټيو لوګي په هرات ښار کې د ناروغيو لامل شوي

هرات ښار (پژواک ٧ غويى ٩٢): د هرات په ښار کې شاوخوا ١٥٠ د خښتو بټۍ د استوګنې په سیمو کې فعالې دي، چې خلک د چاپېریال له ککړتیا او له امله يې له ناروغیو شکايت کوي.

د هرات ښار د باباجي سيمې يوه اوسېدونکي عبدالولي اکبري پژواک اژانس ته وویل، چې د خښتيو بټيو د ژمي له تېرېدو وروسته اوس بيا پر کار پیل کړی، چې د لوګيو له امله يې د سيمې په اوسېدونکو کې بېلابېلې ناروغۍ پيدا شوې دي.

د هغه په وينا، د سيمې د وکیل له لارې یې څو ځلې حکومت او په ځانګړي ډول د چاپېریال ساتنې ادارې ته شکایت کړی، څو د دې ستونزې غم وخوړل شي، خو تر اوسه يې څه نه دي ورته کړي.

د هرات ښار د پښتو پل په سیمه کې هم د خښتو بټۍ شته، چې ورته چاپېریالي ستونزې یې جوړې کړې دي.

د یادې سیمې د يوه لومړنی ښوونځي ښوونکي شېرخان هېروي پژواک اژانس ته وویل، چې په کلي سربېره يې د دوى د ښوونځي چاپېريال هم د يادو بټيو لوګي ککړ کړى دى.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ ګڼ شمېر زده کوونکي تېر کال د ستوني، خېټې، سترګو او د ټوخي په ناروغيو اخته شول، چې لوی لامل یې همدغه د خښتو په بټيو کې د بې کیفیته سون توکو سوځول او لوګي دي.))

په هرات کې د الرحمن په نوم د يو کلينیک مشر ډاکټر حمیدالله نیازی وايي، چې سږ کال بټيو تر اوسه سم فعالیت نه دى پیل کړی، له همدې امله د تېر کال په پرتله په سيمه کې د ناروغانو مراجعه ورته کمه ده.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د استوګنو له سیمو څخه د خښتو بټۍ لرې کړي او یا دې هم څارنه ترې وکړي، چې لږ تر لږه بې کیفیته توکي په کې ونه سوځول شي.

په هرات کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر عبدالقیوم افغان پژواک اژانس ته د دې ستونزې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې په ټول ښار کې تر ۱۵۰ ډېرې د خښتو بټۍ شته، چې د خلکو روغتیا او چاپېرال لپاره د ستونزو لامل شوې دي.

د هغه په وينا، د ګڼو خلکو په شکایت او د ستونزې جدیت ته په پام یې ښاروالۍ او له نورو اړوند ادارو سره د داسې پلان په پلې کولو کار پیل کړی، چې د چاپېریال پر وړاندې ټولې، په ځانګړي ډول د خښتو بټیو ستونزه هواره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله یې اوس په بټيو کې د زړو ټایرونو سوځول منع اعلان کړي او پر ځای یې د ډبرو سکاره سوځول کېږي.

دی وایي، چې په راتلونکي کې به د بټيو له څښتنانو سره په مشوره د مایع ګازو د سوځونې پروګرام ورته جوړ شي.

د رنګینه پل په سیمه کې د هرات په نوم د خښتو د بټۍ مالک نورعلي وویل، چې دوی تر ډېره بریده هڅه کوي، چې کار یې د چاپېریالي ستونزو لامل نه شي، خو بیا هم که دولت په مناسب قیمت د مایع ګازو او د نفتو د نورو سون توکو زمینه ورته چمتو کړي، دوى به له هغې ګټه واخلي.

د هغه په وينا، په دې کار سره به له یوې خوا د دوى په چارو کې سهولت رامنځ ته شي او له بلې خوا به چاپېریال هم له ککړتيا وژغورل شي.

Related Topics