Language

د ميوند د ترافيکې پېښې موټر چلوونکى تښتېدلى

لښکرګاه (پژواک ٧ غويى ٩٢): د هلمند د ترافيکو مديريت چارواکي وايي، چې تېره ورځ د هلمند-کندهار پر لاره د شوې ترافيکې پېښې پر مهال د ٣٠٣ موټر چلوونکى تښتېدلى دى.

د سدا بهار ٣٠٣ بس موټر، چې تېره ورځ (د غويي ٦مه) يې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا له يو سوځول شوي ټانکر موټر سره ټکر وکړ، له امله يې ٣٥ تنه مړه او ٢٠ نور ټپيان شول.

که څه هم تېره ورځ د کندهار چارواکو له هلمند څخه کابل ته د تلونکي موټر د ټکر له امله د ٤٥ مړو او لسو ټپيانو خبر ورکړى و، خو د هلمند چارواکي وايي، چې په دې پېښه کې ٣٥ تنه مړه او ٢٠ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د ترانسپوټ رييس حاجي عبدالغفور توخي پژواک اژانس ته وويل، چې تر څېړنو ورسته ورته جوته شوه، چې د سدا بهار شرکت په ٣٠٣ موټر کې ټول ٥٥ تنه سپاره وو، چې تر پېښې وروسته ١٠ تنه ټپيان کندهار، پنځه ګرشک او پنځه هم لښکرګاه ته وړل شوي وو.

د ده په خبره، په موټر کې وژل شوي کسان د پېژندلو نه دي او ټول سوځېدلي دي، چې ډېرى يې د افغانستان د شمالي او ختيځو ولايتونو اوسېدونکي وو او دغه ولايت ته د مزدوريو او نورو کارونو لپاره راغلي وو.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې ځاى ته د ده په ګډون د هلمند او کندهار ډېرى چارواکي تللي وو او دې پرېکړې ته ورسېدل، چې د دواړو ولايتونو د ښارواليو، حج او اوقاف رياستونو او وژل شويو د خپلوانو په مشوره به ټول په يوه ګډ قبر کې هماغلته خاورو ته وسپاري.

توخى وايي، که څه هم د پېښې لامل نه دى څرګند، خو زياتوي، چې د دغه شرکت څانګه يې په لښکرګاه کې د اوس لپاره تړلې ده او له مسوولينو يې ځواب غواړي.

د هغه په باور، چې پېښه ښايي د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ، د سړک د ورانوالي او يا هم د هغه سوځيدلي بار وړونکي موټر له کبله رامنځ ته شوې وي، چې دوې ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا وېشتل شوى و.

بل پلو په لښکرګاه کې د ترافيکو مدير خير محمد شجاع وايي، چې ياد موټر چلوونکي د لايسنس د لرلو تر څنګ په موټر چلولو، کې له ډېره وخته تجربه لرله او په نشه يي توکو هم نه و روږدى، خو زياتوي چې ښايي پېښه د هغه د بې خوبۍ له کبله رامنځ ته شوې وي.

د هغه په وينا، د پېښې د لا څېړلو په موخه د هغوى هڅې روانې دي، تر څو څرګنده کړي، چې د کوم لامل له مخې دغه ټکر رامنځ ته شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې له پېښې وروسته د ٣٠٣ موټر چلوونکى له سيمې څخه تښتيدلى دى او پوليس يې د نېولو هڅې کوي.

په ورته وخت کې د صدا بهار شرکت د هلمند د څانګي مسوول حاجي احمد جان وايي، چې د تېرو دوو کلونو راهيسې دوى په هلمند کې فعاليت لري، چې دا يې لومړنۍ پېښه وه او ډېر پرې خواشيني دي.

د هغه په وينا، موټر چلوونکى يې کوم بې تجربې کس هم نه و، چې د بې احتياطۍ تور پرې ولګول شي، خو زياتوي، امکان يې شته چې پېښه د تخنيکي ستونزو له کبله رامنځ ته شوې وي.

د ډاکټر نقيب په نامه د وژل شوو له دوستانو څخه يو کس وايي، چې د دوى له خپلوانو څخه هم شپږ تنه په دې پېښه کې وژل شوي دي، چې څلور د لغمان او دوه تنه د هلمند اوسيدونکي وو.

دى وايي، که څه هم د پېښې لامل نه ورته مالوميږي، خو زياتوي، چې د دوستانو په وژلو يې کورنۍ سخته خواشينې شوې ده.

نوموړي له چارواکو څخه د ورته پېښو د مخنيوي او جدي پاملرنې غوښتنه کوي او زياتوي، چې په دې پېښې سره يې د موټرونو له سفر څخه کرکه شوې ده.

په پېښه کې يو ټپي کس خدايداد، چې د بلخ ولايت اوسيدونکى دى، وايي، چې د پېښې د رامنځ ته کيدو پر مهال خوب وړى و، خو تر ټکر وروسته وتوانيده، چې له موټر څخه ځان وباسي.

هغه وايي، چې په موټر کى يې ورور هم ورسره و او د مزدورۍ په موخه هلمند ته راغلي وو، چې تر ټکر وروسته يې د ورور په ليدو ونه توانيد.

خدايداد چې په چيغو يې ژړل زياته کړه، چې کورنۍ ته يې ځان پړ ښکاري او نه شي کولى، چې پرته د ورور له جسده يې مور ته د خپل ورور د مرګ خبر يوسي.

د يادونې ده، چې تېر کال هم په غزني ولايت کې د ورته موټر د ټکر له امله ٥٣ تنه وسوځيدل.

Related Topics