Language

جلال اباد (پژواک ٧ غويى ٩٢): په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د زغره وال مديريت امر ډګروال عبدالکافي د وسله والو مخالفينو په بريد کې ووژل شو.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډګروال عبدالکافي پرون په هسکې مېنې ولسوالۍ کې خپل کور ته په رخصتى تللى و.

هاتفي وايي، نوموړى د جمعې د لمانځه لپاره جومات ته تللى و، د لمانځه له ادا کولو وروسته د وسله والو له خوا پر ډزو ټپي شوى و، خو وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي هم ياده پېښه تاييدوي  او وايي، چې ډګروال عبدالکافي له لمانځه وروسته د مريز کنډو په سيمه کې وسله والو مخالفينو پر ډزو ويشتى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يادې پېښې مسووليت پر غاړه اخلي او وايي، چې نوموړى يې تېر ماسپښين يوه بجه په هسکې مېنې ولسوالۍ کې وژلى دى.

ياده دې وي، څو ورځې وړاندې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ننګرهار د محبس د ښوونې او روزنې مرستيال هم په ورته بريد کې وژل شوى و.

Related Topics