Language

هرات کې د غزني په وياړ د لرغونې کلا دروازه د ګرځندويانو پر مخ پرانيستل شوه

هرات ښار (پژواک ٧ غويى ٩٢): د هرات د ارګ لرغونې کلا دروازه د غزني په ویاړ د کورنیو او بهرنیو کرځندويانو پر مخ پرانيستل شوه.

غزني ولايت تېره میاشت د یونيسکو له خوا د اسلامي هېوادونو د کلتوري مرکز نوم خپل کړ، چې په هرات کې پر همدغه ویاړ په ارګ يا د اختیارالدین کلا کې د افغاني لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون هم جوړ شو.

په دغه ولایت کې د ګرځندوی د ادارې مشر حمیدالله سلطاني پژواک اژانس ته وویل، چې د هرات ارګ تر ۲ زره کاله زیات تاریخي لرغونتیا لري او نن (د غويي ٧ مه) یې د بهرنیو او کورنیو ګرځندويانو پر مخ پرانيست.

د هغه په وينا، دغې کلا ته به د کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو ور تګ او کتل وړيا وي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او هنر د چارو امر جاوېد وویل، چې په نندارتون کې په ۱۲ غرفو کې څلور سوه بېلابېل د هرات د خلکو لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي، چې غالۍ، خامکي کارونه، کاشي، د پخلنځي لوښي، مرمر ډبرې او خوراکي توکي په کې دي.

سویتا درانۍ یوه ۲۷ کلنه مېرمن ده، چې د ښځو په لاس جوړ شوي توکي يې په يوه غرفه کې نندارې ته اېښي، وايي چې له دغه تاریخي ځایه په کتنه به یې د ګڼو بهرینو او کورنیو ګرځندويانو له خوا توکي واخيستل شي.

د يادونې ده، چې د اختیارالدین کلا د هرات ښار په مرکز کې ودانه ده، چې په وروستیو کې د امریکا د نړیواله پرمختیایي ادارې د شاوخوا يو ميليون ډالرو په ارزښت ورغول شوه.