Language

هرات کې د ډاکار موسسې درې کارکوونکي راخوشې شول

هرات ښار (پژواک ٧ غويى ٩٢): په هرات ولايت کې د ډاکار موسسې درې کار کوونکي، چې یو يې پاکستانى او دوه افغانان وو، د امنيتي ځواکونو له خوا د انسان تښتوونکو له بنده ازاد شول.

د هرات د والي ویاند محی الدین نوري د غويي په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې په خوشې شوو کسانو کې یو پاکستانی ډاکتر او دوه افغانان وو، چې یو یې انجنیر او بل موټرچلوونکی و.

د هغه په وينا، ياد کسان تېره سې شنبې په کهسان ولسوالۍ کې د کار پر مهال د ناڅرګندو وسله والو له خوا وتښتول شول او د هرات په ګلران ولسوالۍ کې يې ساتلي وو.

نوموړي زياته کړه، چې تېر مازدیګر د ملي امنیت او پولیسو په ګډو ځانګړو عملیاتو کې خوشې شول.

د هرات د ملي امنیت یوه کارکوونکي د نوم په نه ښودلو پژواک اژانس ته وویل، چې دغه کسان د ملا حیدر تر مشرۍ لاندې د يوې وسله والې ډلې له خوا تښتول شوي وو.

ډاکار موسسه په هرات کې د بیارغونې چارې پر مخ بیایي، خو مامورينو يې د پېښې په اړه له څه ويلو ډډه کوله.

Related Topics