Language

هلمند کې د فوټبال سيالۍ د فراه لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

لښکرګاه (پژواک ٧ غويى ٩٢): د سولې په نوم د دوستۍ کپ د فوټبال لس ورځنۍ سيالۍ، چې د هلمند په ګډون د شپږو ولايتونو ترمنځ پيل شوې وې، د فراه لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د دغه ولايت د المپيک امر ادريس علي زي د غويي په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ لس ورځې وړاندې د هلمند، کندهار، فراه، غزني او نيمروز ولايتونو د لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، چې تېره ورځ يې په وروستيو سياليو کې د هلمند د قانون لوبډلې او فراه لوبډلې ترمنځ لوبه وشوه.

د هغه په وينا، د هلمند درېيز لوبډلو، پوپل، قانون او د ګرشک لوبډلو له يادو ولايتونو سره په خپل وار سيالۍ وکړې، چې پايلوبې ته يې فراه او قانون لوبډله ووتل.

نوموړي زياته کړه، چې د يادو لوبو نندارې ته هره ورځ زرګونه کسان له لښکرګاه او ولسواليو څخه راتلل او لوبډلي يې هڅولې.

د ده په خبره، وروستۍ لوبه د فراه او قانون لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې دوه پر درې ګوله د فراه لوبډله بريالۍ شوه.

د هلمند مرستيال والي مسعود بختور د لوبو په اخر کې وويل، هڅه کوي چې هلمند د فوټبال تر څنګ د نورو لوبو کوربه توب هم وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((دغه لوبډلې اوس کولى شي، چې د هېواد په کچه هم لوبې وکړي او دا ډول سيالۍ د لوبغاړو پر فعاليت  ښه اغېزه کوي.))

د افغانستان د ملي ډلې روزونکي محمد يوسف هم د لوبو پر مهال رسنيو ته وويل، چې پخوا يې له هلمند څخه يوازې د جنګونو خبرونه اوريدل، خو اوس يې وليدل، چې په هره برخه کې په دې ولايت کې پرمختګ شوى دى.

د ده په خبره، دغو لوبډلو ته به په ملي لوبډله کې هم ونډه ورکړل شي، تر څو نور پرمختګ هم وکړي.

Related Topics