Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

ښرنه (پژواک، ٧ غويى ٩٢): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، چې په مټاخان ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو مخالفينو نن مازيګر په شاوخوا څلورنيمو بجو د مټاخان د ښورکچې په سيمه کې د پوليسو، ملي اردو او ملي امنيتي ځواکونو پر ګډې ګزمې بريد وکړې.

ده زياته کړه، د دې بريد په ځواب کې چې يو ساعت يې دوام وکړ، دوه وسله وال ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د هغه په خبره، په نښته کې له طالبانو څخه په سيمه کې درې موټرسايکلونه، دوه مخابرې او کلاشينکوفونه هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دى وايي، په نښته کې دولتي سرتېرو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.

د مټاخان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمداسمعيل پژواک ته وويل، چې په نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي،  چې مړي يې خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

نوموړي د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

مټاخان د پکتيکا هغه ولسوالۍ ده ،چې له مرکز ښرنې سره تړلې ده او په ډېرى سيمو کې يې وسله وال طالبان فعاليت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.