کابل (پژواک ٨ غويى ٩٢): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د حصارک ولسوالۍ په درېيو سيمو کې د نښتو له امله څلورو پوليسو او ٣٤ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال نن (د غويي ٨ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون سهار اته نيمې بجې وسله والو د حصارک ولسوالۍ په محمد کلا، خنجر او قرارګاه سيمو کې د پوليسو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل او اته ساعته يې دوام وکړ.
د مشرقيوال په خبره، د جګړې په پايله کې ٢٤ وسله وال مخالفين وژل شوي او١٠ نور ټپيان شوي دي.
ده وويل، د وسله والو يو مړى د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلى و، چې وروسته يې قومي مشرانو ته وسپاره.
دى وايي، چې په دې نښتو کې يواځې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې يې يو ساتونکى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
هغه د دوو نورو پوليسو د ټپي کېدو خبره هم وکړه.
د سيمې يوه اوسېدونکي اسماعيل پژواک ته وويل، چې که څه هم جګړه له وړمې شپې راهيسې روانه وه خو تېر سهار يې زور واخيست.
اسماعيل په جګړو کې ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي او وايي، چې يوه زړه ښځه د ډزو له امله وژل شوې او د يوې ماشومې په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې خلک له جګړو ستړي شوي او امنيتي چارواکي بايد د دوى د امنيت په ساتلو کې هڅې ګړندۍ کړي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د جګړې پخلى کوي او وايي، چې پنځه سيمه ييز پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
څو ورځې وړاندې هم د دې ولسوالۍ اړوند سيمو کې جګړې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
بلخوا د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم عمريار پژواک ته وويل، چې پرون ناوخته په کامدېش ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو تر منځ دوه ساعته نښته شوې چې په پايله کې يې د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى او دوه نور وسله وال ټپيان دي.
قوماندان خپلې خوا ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.