Language

د چپرهار ولسوال : ایساف څلور ملکي وګړي وژلي

جلال اباد ( پژواک ۸ غویی ۹۲) د ننګرهار چارواکي وایي چې ایساف ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ډزې کړي او څلور کسان یې وژلي دي.

د چپرهار ولسوال محمد صدیق دغویي په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن تر غرمې وروسته رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د ولسوالۍ په ماڼو او ګلدره سیمو کې پر ایساف ځواکونو چاودنې او ډزې وشوې چې په غببرګون  کې یې ایساف ځواکونو ناتاره ډزې پیل کړې.

د ولسوال په وینا، دایساف په ډزو کې ددوو ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د ننګرهار دامنیه قوماندان ویاند حضرت حسین مشرقیوال هم پيښه تایید کړه، خو په دې اړه یې نور معلومات نه درلودل.

د چپرهار ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي امین الله پژواک اژانس ته وویل چې پر ایساف ځواکونو تر چاودنې وروسته دوی وارخطا شول او پر عامو خلکو یې ډزې پيل کړې.

د نوموړي په وینا، په ډې ډزو کې دوه ماشومان ، یو زلمی او یو لوی سړی وژل شوی دي.

طالبانو ویلي چې په چپرهار ولسوالۍ کې یې پر ایساف چاودنه کړې او دوه سرتیري یې وژلي دي.

په کابل کې دايساف مطبوعاتي دفتر وايي چې دوى هم په چپرهار کې د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې خبر شوي دي.

سرچينې پژواک ته وويل چې دوى د ملکي وګړو تلفات جدي نيسي او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.