د هرات د امنيه قوماندانۍ د پوليسو يوه افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، چې نن سهار د رحيمې په نوم يوې ځوانې مېرمنې د زهري توکو د خوړلو په وسيله ځانوژنه کړې ده.
خو ده زياته کړه، چې پوليسو د رحيمې د پلار او مور د شکايتونو پر اساس د هغې خسر او خاوند توقيف کړي دي.
د رحيمې مور او پلار ادعا لري، چې خسرګنۍ يې له لور سره زور زياتى کاوه.
په روانه مياشت کې دا د ښځو د ځان وژنې لومړۍ پېښه ده، خو په هرات کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، تېره مياشت د ښځو د وژنې او ځانوژنې شپږ پېښې په هرات کې ثبت شوې دي.
د دغه کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي له پژواک سره په خبرو کې پر پېښې خواشيني وښوده او له دولت څخه يې پر ښځو تېري کوونکو ته له قانون سره سم د سزا غوښتنه وکړه.
ده هم په هرات کې پر ښځو د تاوتريخوالي لوى لامل جبري او د کم عمر ودونه او د څه نورو ناخوالو ترڅنګ کورني تاوتريخوالي ياد کړل.