Language

مزارشريف (پژواک، ٩ غويى ٩٢): د بلخ په مرکز  مزارشريف کې د امريکا قونسلر کيتمنز وايي چې امريکا  له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حکومت د روانو هڅو ملاتړ کوي.

کيتمنز ( keith Mines ) چې په مزار کې يې د امريکا د متحده ايالاتو  قونسلر په توګه له ۱۲مياشتو دندې تر سره کولو وروسته د غويي په ۹مه،د خپلې دندې په وروستۍ ورځ خبرې کولې ، وويل :  “د سولې موضوع د افغانستان او د طالبانو ترمنځ ده او مريکا دغه  پروسه څاري او ملاتړ يې کوي.”

د ده په خبره، امريکا د سولې د هغه ډول هڅو ملاتړ کوي، چې د افغانستان له اساسي قانون سره مخالفې نه وي او د افغانانو  له دود او دستور سره مخالفت ونه لري.

خو هغه  زياته کړه، چې د جګړې پرېښودو په بدل کې بايد نور ارزښتونه تر پښو لاندې نه شي.

ده زياته کړه، چې  امريکا په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په شمال کې د امنيتي ځواکونو لپاره د بنسټيزو چارو په برخه کې ۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالر لګولي، چې په دې کې ۴۷۱ميليونه ډالر په بلخ ولايت کې لګول شوي دي.

همداراز دى وايي ، چې امريکا په تېرو لسو کلونو کې په ټول شمال کې د پوهنې، کرنې  او   نورو برخو کې هم  ۶۰۰ ميليونه امريکايي ډالر لګولي دي.

د هغه په وينا، امريکا د راتلونکي لپاره هم  د افغانستان په شمال کې د بيارغونې او پراختيايي چارو په برخه کې د مرستو پلانونه لري.

کيتمنز د بېلګې په توګه د شمال د نفتو او ګازو يادونه وکړه، چې امريکا په کې لېوالتيا  لري او په دې برخه کې يې پانګه اچونه هم کړې ده.

همداراز د امو سيند په اوږدو کې ډېرې طبيعي سرچينې شته، چې ورباندې کار پيل شوی دی.

ده  زياته کړه، چې  افغان ځواکونه اوس  سمبال شوي ، روحيه يې غښتلې شوې او  خپله دنده په ښه توګه تر سره کولی شي.

د هغه په وينا، د دې تر څنګ به نړيوال ځواکونه هم تر راتلونکو پنځو کلونو پورې له افغان ځواکونو سره په مالي او تخنيکي برخو کې ملګري وي.

هغه وويل ، چې افغان ځواکونه له بل هر څه ډېر  د خپلو خلکو ملاتړ ته اړتيا لري او  له دې ملاتړ پرته به له  ستونزو سره مخ شي.

ده  وويل ، چې د راتلونکي کال د وري په مياشت کې به د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې    د افغانانو ترمنځ د سياسي پرمختګ لپاره تر ټولو ښه چانس وي.

د هغه په وينا، هر ډول ټاکنې له خپله ځان سره ستونزې لري.

کيتمنز وويل: “په افغانستان کې امنيت، د ټاکنو روڼتيا او د لوجستيکو توکو رسونه د راتلونکو ټاکنو لپاره ستونزې ګڼلی شو. “