Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دشت ارچي ته له پاکستان څخه په سلګونو طالبان راغلي

 کندوز –بغلان ( پژواک ٩ غويى ٩٢) : ددشت ارچي ولسوال وايي ، چې له پاکستان څخه  د دولت شپېته وسله وال مخالفين دغې ولسوالۍ ته راننوتي او يوتن يې د ايساف اوحکومتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى .

ددشت ارچى ولسوال شيخ صدرالدين پژواک خبرې اژانس ته وويل ، چې دغه شمېر مخالفينو خپلې ږېرې خرېيلې او په تازه ډول د ځمکې له لارې کندوز ته راغلي دي .

 هغه زياته کړه ، چې له دوى څخه پنځه تنه يې دکندهار ولايت ولايت او پاتې نور يې ځايي اوسېدونکي دي .

ددشت ارچي ولسوال زياته کړه ، چې ټاکل شوې دوى ورانکاري فعاليتونه پلان او ترسره کړي .

شيخ صدرالدين زياته کړه ، چې له دغه جملې څخه د احمدالله په نوم يو تن دايساف په مرسته دملي اردو او ملي پوليسو په ګډو عملياتو کې وژل شوى دى .

 د سرچينې په خبره، دغه عمليات ددشت ارچي په تره کي کلي کې ترسره شوي او يو بل مخالف دنښتې پر مهال ټپي شوى دى .

په کابل کې دايساف مطبوعاتي دفتر هم ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ، چې يو وسله وال مخالف په دشت ارچي ولسوالۍ کې دعملياتو پرمهال وژل شوى دى .

 سرچينې زياته کړې ، امنيتي ځواکونه د سيمه ييزو پوليسو يوې پوستې ته نږدې په ګزمه بوخت وو ، چې دڅو مخالفو له خوا پرې بريد وشو ، چې له يرغل وروسته ترې امنيتي ځواکونو يو آر پي جي راکټ انداز، يو ماشيندار او يو څلويښت ملي متره بم اچوونکى تر لاسه کړي دي .

په ورته وخت کې ايساف وايي ، چې د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې يې  ديو لړ نورو عملياتو په ترڅ کې د ازبکستان داسلامي تحريک يو غړى نيولى دى .

 د سرچينې په وينا، ګومان کېږي ، چې دغه تن به په شمال کې ددغه تحريک غړو ته د وسلې او نورو پوځي توکو رسوونکى وي . هغه همدارنګه دتحريک اسلامي ازبکستان د سترې رهبرۍ دساتونکي په توګه دنده اجرا کوله .

خو دبغلان د ولايتي شورا غړي قاري قدرت الله وويل ، چې دغه عمليات دبورکه ولسوالۍ په فلول کلي کې ترسره شوي او ايساف ځواکونو د ښوونځي يو ملازم هم له ځان سره بيولى دى .

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.