Language

د شينډنډ خلکو د لاریون په دويمه ورځ د هرات – کندهار لار وتړله

هرات (پژواک ٩ غويي ٩٢): د هرات د شينډنډ ولسوالۍ خلکو، چې د یوه ځایي چارواکي د نيولو په غبرګون کې يې تېره ورځ لاریون پیل کړ، د دويمې ورځې لپاره يې هم لاريون دوام کوي او د هرات – کندهار لاره یې تړلې ده.

د هرات په ولایتي شورا کې د شينډنډ ولسوالۍ د خلکو استازي تورمحمد ظریفي، چې د یو پلاوي په ګډون يې له لاریون کوونکو سره خبرې کړې وې نن (د غويي ٩ مه) پژواک اژانس ته د لاریون کوونکو شمېر تر ۸ سوه زیات وښود.

د هغه په وينا، د لاریون کوونکو غوښتنه دا وه، چې د انجیل ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان محمد سلیم اڅکزی، چې د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى دى، خوشې کړل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې ده په سیمه کې زرګونه مسافر، چې ښځې او ماشومان هم ورسره وو، ولیدل چې د لارې د بنديدو له امله په ډاګونو کې منتظر وو.

د انجیل پخوانى امنیه قوماندان دوه اونۍ د مخه د علي سینا په نوم د یوه ۸ کلن ماشوم د تښتونې او وژنې په تور د پولیسو له خوا نيول شوی دی.

علي سينا د یو سوداګر زوی و، چې تېر کال له خپل کور څخه وتښتول شو او له یوې میاشتې وروسته یې تښتوونکو له سل زره ډالره اخیستو وروسته وواژه.

د تازه ګل په نوم یو لاریون کوونکي د تيليفون په کرښه پژواک اژانس ته وویل، چې لاره یې یو مخ تړلې ده او تېره ورځ یې په دې اړه ټول ترانسپورټي شرکتونه خبر کړي هم دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالرووف احمدي د انجیل د امنيه قوماندان د توقیف خبر تایید کړ او ويې ویل، چې د وژل شوي ماشوم د کورنۍ د شکایت له مخې يې نېولى دى او تر څېړنې وروسته به يې په اړه پرېکړه وشي.

نوموړي د شينډنډ د خلکو د لاریون په اړه زیاته کړه، چې حکومت د قانون د پلې کولو په لار کې هېڅ ډول ګواښونو ته غاړه نږدي.

Related Topics