Language

هرات کې یو پولیس افسر د طالبانو له منګولو خوشې شو

هرات (پژواک ٩ غويى ٩٢): په هرات کې د دوو پېښو پر مهال یو موټرچلوونکی د تښتوونکو له خوا ووژل شو او د پولیسو یو تښتول شوی افسر د پولیسو په عملیاتو کې له طالبانو ازاد او تښتونکو ته یې مرګ ژوبله واوښته.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالرووف احمدي نن (د غويي ٩ مه) پژواک اژانس ته وویل، چې د پولیسو یو افسر دوه ورځې وړاندې د دغه ولايت په کسهان ولسوالۍ کې د دندې پر مهال طالبانو تښتولی و، چې تېره شپه د پولیسو په عملیاتو کې خوشې شو او يو طالب يې وواژه او دوه يې ژوندي ونيول.

د هغه په وينا، په دغو عملیاتو کې پولیسو او ملکي خلکو ته زیان نه دى اوښتی او د طالبانو یو کرولا موټر او په کې وسلې او مهمات د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د یو بل خبر له مخې، د هرات د کرخ ولسوالۍ پر لاره د یو تن مړى موندل شوى، چې د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې دغه تن د هرات ښار استوګن او د ټکسي موټر چلوونکی و.

نوموړي زياته کړه، چې د تېرې جمعې په ورځ چا د کرخ ولسوالۍ ته په کرایه بېولی و او د کهدستان په سیمه کې يې موټر ترې تښتولى او  چلوونکی یې وژلی دى.

د هغه په وينا، مړی يې تېره ورځ وموندل شو او کورنۍ ته يې وسپاره، خو د عاملینو د پېژندګلوۍ او نیولو په اړه يې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

Related Topics