Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر کرزي ومنل چې دامریکا لخوا یې دفتر سره مرستې شوې

کابل ( پژواک ۹ غویی ۹۲ ) : ولسمشر حامد کرزي دملی امنیت شورا سره دامریکا د مرستو خبره منلې ، خو زیاته کړې چې دومره پيسې هم نه دي څومره چې نیویارک ټایمز خپاره کړي دي.

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و، چې دامریکا استخباراتي ادارې د ولسمشر کرزي دفتر ته په تیرو لسو کلونو کې میلیونونه ډالر ورکړي دي.

له ارګ څخه د غویي به ۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دي چې فنلینډ ته دسفر پر مهال ولسمشر حامد کرزي نن دیوې خبري غونډې پر مهال په دې اړه دیوې پوښتنې په ځواب ومنل چې دامریکا لخوا یې له دفتر سره مرستې شوې دي.

هغه زیاته کړه : (( هو ، په تیرو لسو کلونو کې د ملي امنیت شورا دفتر دامریکا له لوري ډیر ملاتړ ترلاسه کړی، خو هغومره مرسته یې نه ده ترلاسه کړې، څو مره چې نیویارک ټایمز خپاره کړي دي.))

د ولسمشر کرزي په وینا، دا مرستې د ځینو موخو د بیلګې په توګه، عملیاتي، مریضانو او ټپیانو ددرملنې، ددفترونو د کرایو ورکولو او ځینو نورو کارونو لپاره شوي دي.))

حامد کرزي دغه مرستې ډیرې ګټورې او پر ځای بللې دي او په دې برخه کې یې له امریکا مننه کړې ده.

تر دې مخکې يويارک ټايمز په دغه راپور کې د کرزي د  دفتر د پخواني رييس خليل رومان په حواله ليکلي ، چې دغه پيسې له تېرې يوې لسيزې راهيسې په پټه راتلې او په پټه توګه لګول کېدې ، خو کوم حساب کتاب يې معلوم نه و.

سرچينې زياته کړې،چې له ارګ څخه بيا له دغو پيسو څخه يوه برخه يې پر يو شمېر سياستوالو، په ولاياتو کې پر جنګ سالارانو ، قبايلي او قومي مشرانو وېشل کېدې، څو د وسله والو طالبانو پر ضد وجنګيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.