Language

پاکستان د تورخم دروازه د بې اسنادو افغانانو پرمخ تړي

جلال اباد (پژواک ٩غويى ٩٢): پاکستاني چارواکي وايي، چې دوه ورځې وروسته به د تورخم دروازه د هغو کسانو پرمخ وتړي چې قانوني اسناد نه لري.

د تورخم کميسار هدايت الله اوريا د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نن ورځې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د تورخم دورازه دوه ځلې وتړل شوه او بېرته پرانيستل شوه.

د ده په خبره، دروازه يو ځل نن سهار په نهه بجو او بيا تر غرمې وروسته په درې بجو وتړل شوه.

دى زياتوي، چې د تورخم د دروازې د تړل کېدو په اړه يې په تورخم کې د پاکستان له يوه چارواکې کرنيل مشتاق سره خبرې کړې دي.

اوريا وايي، کرنل مشتاق ورته ويلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ څه موده وړاندې موافقه شوې وه، چې په دغې دروزاه به د څلورو مياشتو لپاره افغانان تګ راتګ کوي.

د هغه په خبره، پاکستاني چارواکي ورته ويلي، چې اوس دغه موده پوره شوې او د غويي مياشتې له يوولسمې (د مې لومړۍ نېټه) وروسته به يواځې هغو کسانو ته پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورکول کېږي، چې قانوني اسناد ولري.