Language

پنځه سرحدي پوليس ووژل شول

هرات ښار (پژواک، ٩ غويى ٩٢): د بادغيس امنيتي مسوولين وايي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې پنځه سرحدی پوليس وژل شوي دي.

په لوېديځ زون کې د سرحدی پوليسو قوماندان جنرال شېر احمد ملداني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ٢٠٠ وسله والو طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو پر يوې پوستې بريد کړى وو.

ده زياته کړه، په دې نښته کې پنځه سرحدي پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د هغه په وينا: “د نښتې په ځاى کې داسې نښې ښکاري، چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقيقه شمېره يې نه ده څرګنده.”

د نښتې له سيمې څخه د عبدالله په نوم يوه تن د ټېلېفون په ليکه پژواک اژانس ته وويل، چې طالبانو د شپې پرمهال د سرحدي پوليسو يوه پوسته نيولې وه.

د ده په خبره، په دغې پوسته کې د سرحدي پوليسو پنځه سرتېري وژل شوي او طالبانو د هغوى وسلې له ځان سره وړې دي.

وسله والو طالبانو د يادې نښتې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics