لښکرګاه ، جلال اباد (پژواک ٩ غويي ٩٢): د هلمند او لغمان ولايتونو په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې ١٨ طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند چارواکي وايي ، چې وسله والو طالبانو په مارجې او نادعلي ولسواليو کې په يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه کړي ، چې په ترڅ کې يې يو پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره او وړمه شپه وسله والو طالبانو د مارجې او نادعلي ولسواليو په ځينو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
د ده په خبره، په دغو دواړو بريدونو کې، چې د مارجې په پوپلزو او د نادعلي په کاکړانو کليو کې تر سره شوي ، په ترڅ کې يې يو سيمه ييز پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په همدې مهال د دوه سيمه ييزو پوليسو تر څنګ نهه وسله وال طالبان هم ټپيان شوي دي.
ځواک وايي، چې په همدې سيمو کې د دواړو ولسواليو امنيتي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه فعاليتونه روان دي، تر څو سيمه له وسله والو مخالفينو څخه پاکه کړي.
بل خوا د نادعلي ولسوالۍ د نري مانده د سيمې اوسېدونکي عبدالتواب پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام له مارجې څخه نادعلي ته پر غځېدلې لاره طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د ده په خبره، په يادو سيمو کې د طالبانو خوځښتونه زيات شوي ، که چېرته يې مخنيوى ونه شي، لرې نه ده، چې ډېرۍ سيمې به د افغان ځواکونو له واک څخه ووځي.
د يوه بل خبر له مخې، د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې د تېري شپې په جګړه کې يې د مارجې په قاري صدي سيمه کې درې پوليس وژلي دي.
د يادونې ده، چې طالبانو د خالد بن وليد د نويو اعلان شوو عملياتو په ترڅ کې، دا لومړۍ ځل دى، چې په هلمند کې طالبان بريدونه کوي.
ديو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې ديوې نښتې په ترڅ کې يو طالب وژل شوى او درې پوليس ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل ،چې دا نښته تېره شپه د الينګار – مهترلام پر لويه لاره د کټل په سيمه کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه ، چې په دې نښته کې يو طالب وژل شوى او درې پوليس ټپيان شوي دي.