هرات ښار (پژواک، ٩ غويى ٩٢): د هرات چارواکي وايي، چې په دې ښار کې يوه تن خپله مور وژلې ده.
د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر ګل احمد رامش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د هرات ښار د پشم واټ سيمې په يوه کور کې د ٤٠کلونو يوه مېرمن خپل ٢٥کلن زوى د چاقو په وسيله وژلې ده.
ده زياته کړه، د دې پېښې تورن قاتل د پوليسو له لوري نيول شوى دى.
د هغه په وينا، د دې پېښې انګېزه لا نه ده جوته، خو ښايي د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته شوې وي.
رامش وايي، وژل شوې مېرمن پنځه اولادونه لري، چې دوه يې لوڼې دي.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې روغتون ته د يوې مېرمنې جسد، چې په چړو وژل شوې، وروړل شوى دى.
د ده په وينا، جسد يې د څېړنې په موخه عدلي طب ته لېږلى دى.
تېره ورځ هم په هرات ښار کې يوې ځوانې مېرمنې د زهري توکو د خوړلو له امله ځان وژنه کړې وه.
د هرات د بشر حقونو دفتر د مشر غلام قادر رحيمي د معلوماتو پربنسټ، په روان کال کې د ښځو د قتل يا ځان وژنو پېښې اووه ته رسېدلې دي.
هغه په هرات ښار کې په مېرمنو د تاوتريخوالي اصلي لامل کورنى تاوتريخوالى وباله.