جلال اباد ( پژواک ١٠ غويى ٩٢ ) : د ننګرهار په سرحدي بندر تورخم کې سرحدي ځواکونه وايي، چې د پاکستان له خوا د تورخم د دروازې د بندېدو له امله څلور تنه افغان ناروغان مړه شوي دي.
په تورخم کې د ختيځ د لومړي زون سرحدي پوليسو کميسار سمونمل هدايت الله اوريا د غويي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې پاکستانيو سرحدي ځواکونو نن سهار په اته نيمو بجو دروازه وتړله.
هغه زياته کړه ، چې پر دې مهال پر پوله لسګونه افغانان ، چې ګڼ شمېر ناروغان هم پکې وو، له پولې څخه د اوښتو هڅه يې کوله، خو پاکستانيو ځواکونو يې مخه ونيوله.
سمونمل اوريا وويل، چې ددروازې د بندېدو له امله څلور تنه سخت ناروغان ، چې پېښور ته د درملنې لپاره وړل کېده، ساه يې ورکړې او مړه شوي دي.
د نوموړي په وينا، له سهار راهيسې پر تورخم دروازه د هر ډول خلکو پر وړاندې چې که قانوني اسناد لري او که يې نه لري او سوداګريزو موټرو پر وړاندې تړل شوې او هېڅوک تګ راتګ نه شي کولى.
د تورخم دروازې دواړو لوريو ته سلګونه کسان چې پکې لسګونه ناروغان هم شامل دي،ـ ددروازې دخلاصېدو په تمه ولاړ دي.
په تورخم کې د صاحب زاده په نامه يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل ، چې ددروازې د بندولو پر سر دافغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه هم وشوه او تر دې وروسته دواړه ځواکونه يو بل ته په مورچو کې سره کښيناستل .
هغه زياتوي چې له څلورو ناروغانو له مړينې دى هم خبر دى او ګڼ شمېر نور ناروغان هم ولاړ دي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
د يادونې ده ، چې د پاکستان مرکزي حکومت تېره اونۍ اعلان کړى و، چې په دغه هېواد کې د ټولټاکنو پر مهال به د تورخم دروازه وتړي، خو اوس يې ځواکونو له ټاکلې نېټې مخکې دا کار کړى دى.
تېر کال هم څو څو وارې پاکستانيو ځواکونو دغه دروازه تړلې وه، چې له امله يې يو شمېر ناروغان او ماشومان مړه شوي وو.