جلال اباد (پژواک١٠غويى٩٢): په تورخم سرحدي بندر کې پاکستان ته تلونکي مسافر له مرکزي حکومته غواړي، چې د تړل شوې دروازې په اړه دې تر سبا پورې جدي اقدامات وکړي، ګنې لسګونه ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
نن له سهار راهيسې د تورخم دروازه د پاکستانيو پوله ساتونکو ځواکونو له لوري تړل شوې ده، چې زرګونه مسافرين د پولې دواړو غاړو ته تم دي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
په تورخم کې د لومړي زون د سرحدي پوليسو کميسار سمونمل هدايت الله اوريا د غويي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستانيو سرحدي ځواکونو نن سهار په اته نيمو بجو دروازه وتړله.
هغه زياته کړه، پر دې مهال پر پوله لسګونه افغانان، چې ګڼ شمېر ناروغان هم په کې وو، له پولې څخه د اوښتو هڅه يې کوله، خو پاکستانيو ځواکونو يې مخه ونيوله.
د سمونمل اوريا په وينا، د دروازې د بندېدو له امله څلور تنه سخت ناروغان، چې پېښور ته د درملنې لپاره وړل کېدل، ساه يې ورکړې او مړه شوي دي.
کميسار وايي: ((درې يې ښځې وې او يو يې ماشوم و، ښايي دغه شمېره نوره هم لوړه شي.))
د نوموړي په خبره، له سهار راهيسې پر تورخم دروازه د هر ډول خلکو پر وړاندې، چې که قانوني اسناد لري او که يې نه لري او سوداګريزو موټرو پر وړاندې تړل شوې او هېڅوک تګ راتګ نه شي کولى.
د تورخم دروازې دواړو لورو ته سلګونه کسان چې په کې لسګونه ناروغان هم شامل دي، د دروازې د خلاصېدو په تمه ولاړ دي.
پېښور ته تلونکې ٥٠ کلنه عايشه وايي، کور يې په کابل کې دى او په خپله له يوه کوچني زوى سره پېښور ته د درملنې لپاره ځي، خو له سهاره دروازه بنده ده.
هغې وويل: ((نه مې کور شته نه مې بل څوک خپلوان؛ ښه مونږ چېرته لاړ شو، دلته هم ګرمي ده، سيورى نشته.))
عايشه وايي، عصبي تکليف لري او له تېرې يوې اونۍ څخه يې درمل ختم شوي، خو د پيسو له نه شتون څخه يوه اونۍ وروسته ډاکټر ته ځي.
نوموړې زياتوي: ((همدا اوس مې هم له اوښي نه پيسې قرض کړې دي.))
عبدالرزاق چې بوډا پلار پاکستان ته د عملياتو په خاطر وړي، وايي، که چېرې دروازه د يوې ورځې لپاره نوره هم وتړل شي او سبا يې پلار تر ډاکټره ونه رسېږي، نو لرې نه ده چې پلار يې ژوند له لاسه ورکړي.
نوموړي غرېو نيولي انداز کې وويل: ((څلور جنازې مې په خپله وليدې چې همدلته يې ساه ورکړه، افغان دولت بايد زمونږ غم وخوري.))
د عبدالرزاق په خبره، په تورخم کې سره له دې چې سيورى نشته او د موټرو تر سيورو لاندې ناست دي، د خوړ له کمښت سره هم مخ دي.
له ميمنې څخه راغلې ٦٠ کلنې مېرمن چې له خپل خاوند سره راغلې، پژواک ته وويل چې خاوند يې د شکرې ناروغۍ له امله په سترګو ړوند شوى او په پښو شل شوى دى.
نوموړې وايي، په ننګرهار کې نه څوک پېژني او نه هم په تورخم کې هوټلونه شته، چې شپه په کې تېره کړي.
هغې زياته کړه: ((يو مريض شي، بل لمر وي، باد وي، بېخي حيران يو، څه وکړو، شپه به چېرته کوو؟))
د پژواک خبريال هڅه وکړه چې له نږدې څخه ياده دروازه وګوري، خو د سرحدي ځواکونو له لوري ورته اجازه ورنه کړل شوه.
د تورخم کميسار وايي، خبريالانو ته ځکه اجازه نه ورکوي چې له دواړو لورو څخه ځواکونه ګوته په ماشه ناست دي.
بل خوا د پاکستانيو پوله ساتونکو ځواکونو يوې سرچينې چې نه يې ښودل نوم يې څرګند شي، پژواک اژانس ته وويل چې سهار يې دروازه يوازې د قانوني اسنادو نه لرونکو پر مخ تړلې وه؛ خو کله چې دوى دروازه وتړله، نو افغاني ځواکونو يې مخالفت وکړ او د ټولو مسافرينو پر مخ يې لاره تړلې ده.
خو په تورخم کې سرحدي چارواکي بيا ياده ادعا ردوي او زياتوي، چې له لومړي سره دوى دروازه په بشپړه توګه تړلې وه.
د يادونې ده، چې د پاکستان مرکزي حکومت تېره اونۍ اعلان کړى و، چې په دغه هېواد کې د ټولټاکنو پرمهال به د تورخم دروازه وتړي؛ خو اوس يې ځواکونو له ټاکلې نېټې مخکې دا کار کړى دى.
تېر کال هم څو څو وارې پاکستانيو ځواکونو دغه دروازه تړلې وه، چې له امله يې يو شمېر ناروغان او ماشومان مړه شوي وو.