غزني (پژواک ۱۰ غويى ۹۲): د غزني ښار د ښوونځيو لسګونه ښوونکو د دوى د ښارګوټي او د کور لپاره د ځمکو په وېش کې د ځنډ له امله کاري اعتصاب وکړ.
نن په ولايتي شورا کې د ښار د ٥٥ ښوونځيو لسګونه ښوونکو له دې امله کاري اعتصاب وکړ، چې له تېرو څلورو کلونو د کور جوړولو لپاره د ځمکې ژمنه ورسره کېږي خو عملي شوې نه ده.
د سنايي لېسې ښوونکى اسدالله وايي کوم ښارګوټى چې د غزني ولايت ښوونکو ته په نظر کې نيول شوى و اوس مهال د زورواکو له لوري غصب شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې که د دوى برخليک معلوم نه شي خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.
نوموړى زياتوي، ولايتي ادارې هم ورسره ژمنه کړې وه، چې د ٢٠١٣ کال د مراسمو تر ختمېدو وروسته به يې د ښارګوټي نومرې ووېشل شي، خو دوى اوس د دروغو پر ژمنو باور نه شي کولى.
د شامير لېسې ښوونکى عبدالله هم وايي، چې له تېرو پنځو کلونو د پوهنې رياست او ولايت ورسره په دې برخه کې دوکه کړې ده.
هغه وايي، د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه زورواکو لاندې کړې او اوس چې يې په وېشلو کې ځنډ راځي لامل يې د ځمکو د مافيا واک او ځواک دى، چې د کار مخه نيسي.
نوموړي پژواک ته وويل، چې دولت ناتوانه شوى او د ځمکو د مافيا مخه نه شي نيولى يا ښايي دوى هم د ځمکو په غصب کې لاس ولري، چې عملي اقدام نه شي کولى.
د نجونو د جهان ملکې لېسې ښوونکې سوله احمدي وايي، چې دوى به تر هغو خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي، تر څو يې خپل حق نه وي ورکړل شوى.
احمدي زياتوي، د ښوونکو ستونزې ته دې جدې پاملرنه وشي او د دوى د ځمکې او ښارګوټي کار دې ژر تر ژره پيل شي.
د سيداحمد مکه يي لېسې ښوونکى عبدالله وايي، چې د ښوونکو د ښارګوټي د وېش ټول قانوني مراحل خلاص شوي، د کرنې او پوهنې وزارت رسمي مکتوبونه په لاس کې لري، خو دوى په دې نه پوهېږي، چې اصلي خنډ څوک دى.
د پوهنې رييس احسان الله ناشر هم د ښوونکو ستونزه مني او زياتوي، چې د ښارګوټي ځمکه په نښه شوې او مراحل يې پاى ته رسېدلي خو د ځمکې تصفيه نه ده شوې.
هغه وايي، که د ښوونکو د ښارګوټي ځمکه زورواکو لاندې کړې هم وي، دوى به د ښوونکو حق ورکوي.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده هم دا مني، چې د ښوونکو لپاره ځمکه ځانکړې شوې خو د تصفيې کار يې پاتې دى او تر تصفيې وروسته به يې وېش پيل شي.
والي زياتوي، مافيا يواځې په غزني کې نه بلکې پر ټول افغانستان منګولې ښخې کړې او پر عامه ځمکو يې خېټه اچولې ده.
دوه مياشتې مخکې هم د غزني ښار ښوونکو احتجاجي لاريون کړى و او د کورونو لپاره د ځمکو د وېش غوښتنه يې کړې وه.