Language

پاکستان يو ځل بيا پر کونړ ٤٢ توغندي توغولي

اسعداباد (پژواک ١٠ غويى ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې د پاکستان له خوا يو ځل بيا پر دغه ولايت ٤٢ توغندي توغول شوي دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د غويي په ١٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له خوا ٤٢ توغندي توغول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه توغندي د دانګام ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو لګېدلي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي، خو ځاني زيان يې نه لري.

د نوموړي په وينا، پاکستان په دې کار سره غواړي د سولې پروسه نوره هم خرابه کړي.

د يادونې ده، له تېر کال راهيسې د پاکستان له خوا پر دغه ولايت سلګونه توغندي توغول شوي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

Related Topics